د فاتحې ګډونوالو وویل، حکومت دي د ارغند اصلي قاتلین ونیسي او د دوی د امنیت خوندیتوب ته دي پام وکړي.
د شهید ارغند د فاتحي مراسم چي د کندهار په پریس کلب کي نیول سوي وه پکښي لسګونه خبریالانو، مدني فعالانو، دیني علماوو او د هغه د کورنۍ غړو برخه اخیستي وه.
دوی ټولو وویل، چي په کندهار کي د خبریالانو ژوند له ګواښ سره مخ دی خو حکومت تش په نوم د بیان ازادۍ شعارونه ورکوي.
د دوی په خبره حکومت دي د ارغند اصلي قاتلین ونیسي او د دوی د امنیت خوندیتوب دي پام وکړي.
په ورته وخت کي د هلمند په پریس کلب کې هم د شهید عبدالمنان ارغند فاتحه واخیستل سوه.
په فاتحه کي د هلمند والي حیات الله حیات، د هلمند د محلي او ملي رسنیو خبریالانو په ګډون د قرانکریم ختم وسو او د شهید عبدالمنان ارغند روح ته دعاوي وسوي.
د هلمند خبریالانو د کندهار ولایتي ادارې څخه غوښتنه وکړه چي د شهید عبدالمنان ارغند قاتلین په خپل سزا ورسوي.
د هلمند خبریالانو د دولت او وسله والو طالبانو وغوښتل چي بیان ازادي ته زمینه برابره کړي.
شهید عبدالمنان ارغند نه یوازي دا چي د کندهار ولایت پیښي او ورځنۍ مسایل د رسینو له لاري خپرول بلکي د هلمند په مهمو پیښو خپرولو کې يي هم فعاله ونډه درلودل.
شهید عبدالمنان ارغند د تیري چهرشنبې په ورځ سهار د کندهار په نهمه حوزه کي د نامعلومو وسلوالو لخوا په شهادت ورسیدی.
هيواد راډيو تلوېزيون هيواد راډيو تلوېزيون