راپور: اجمل وصال
په روزګان کي سلګونو کسانو د لاریون په دوهمه ورځ د مرکز ترینکوټ ښار وتړی او یوځل بیا یې غوښتنه وکړه چي ددغه ولایت او کندهار تر منځ د لویې لارې سته ستونزو ته دې پاملرنه وسي.
هغوی ګواښ وکړ که یې غوښتني ونه منل سي د لویې لارې او ښار بندیدو ته به دوام ورکړي.
د روزګان ـ کندهار ترمنځ لویه لاره تیره ورځ تر هغه وروسته وتړل سوه چي پر یادې لویې لاري نا امنۍ زیاتې سوي او د مسافرو سره د بد چلند خبر ورکړل سو.
لاریون کوونکو د لاریون په دوهمه ورځ د ترینکوټ ښار تړلی او د لارې څاګي نومي سیمې ته د اعتراض په ډول راغلي وه.
هغوی له رسنیو سره په خبرو کې وویل، تر هغه به یې دا لویه لاره تړلي او ښار به یې بند کړی وي ترڅو د لارې پر سر سته ستونزي له منځه ولاړي نه سي.
ګواښ کوي که یې پر وړاندې د روان ظلم پوښتنه ونه سي او عاملینوته یې سزا ورنه کړل سي، نو خپلو اعتراضونو ته به دوام ورکړي.
روزګان کي تیره ورځ تر هغه وروسته د لویې لارې مسافر او ګڼو نورو په لاریون لاس پوری کړ چي په وینایې د لارې پر سر ه له یوي خوا وسله وال او له بلي خوا پولیس یې پر وړاندې ستونزي جوړوي.
هيواد راډيو تلوېزيون هيواد راډيو تلوېزيون