د عامي روغتیا رئیس ډاکتر عبدالقیوم پخلا وايي، چي په نژدې څو میاشتو کي یې د پولیو ناروغۍ د زیاتوالي له امله د واکسین کمپاینونه زیات کړي دي تر څو یاده ناروغي په بشپړ ډول له منځه ولاړه سي.
په دې لړۍ کي د عامي روغتیا ریاست د کندهار ښار تر څنګ په دوه ولسوالیو ډنډ او ارغنداب کي د پولیو په وړاندي د واکسین یو بل کمپاین پیل کړ.
د کندهار عامي روغتیا رئیس عبدالقیو پخلا وايي چي په یادو سیمو کي یې د پولیو په وړاندي د پېچکاریو تر واکسین وروسته د خولي له لاري د څاڅو واکسین پیل کړی چي په ترڅ کي به یې په ښار او یادو دوو ولسوالیو کي دوه لکه نهه پنځوس زره تر پنځو کلونو کم عمره کوچنیان واکسین کړل سي.
هيواد راډيو تلوېزيون هيواد راډيو تلوېزيون