راپور: نثار احمد څپاند
د زابل امنیتي چارواکي وایي، چي ياد پوليس يې د خلګو له شکايتونو وروسته ونیول، چي دا مهال عدالي او قضایي بنسټونو ته سپارل سوي دي.
مسٔوولين په دغه ولایت کي د انساني قاچاق په تور د دوو نورو کسانو د نیول کیدو خبر هم ورکوي.
نورحال زموږ دهمکار نثاراحمد څپاند په رپوټ کي د زابل امنیتي بنسټونو په یو بې ساري ګام کي د کابل-کندهار د لویې لاري دوه هغه پوليس ساتونکي نیولي، چي د خلګو په ځورونو، له مسافرو او موټرو چلونکو څخه په جبري توګه د پيسو په اخستلو تورن وو.
د زابل امنیه قومندان مصطفي مايار وایي، چي ياد پوليس يې د کابل-کندهار د لويي لاري د مسافرو تر شکايتونو وروسته نيولي دي او د زابل عدليي او قضایي بنسټونو ته سپارل سوي دي.
مايار دغه څرګندوني د دوشنبي په ورځ رسنیو ته وکړې.
د زابل امنیه قومندان د زابل امنیه قومندان همداراز وویل، چي د دې ولایت په مرکز کلات کي يې دوه نورکسان بهر ته د انساني قاچاق په تور نيولي، چي دا مهال ورڅخه پلټني رواني دي.
د زابل امنیه قومندان د زابل امنیتي مسٔوولينو ویلي، چي د امنیت د تنګښت په موخه یې په دې ولایت کي د هغو ډلو په وړاندي هم مبارزه پېل کړې، چي د ښاري بې نظمۍ په لټه کي دي.
هيواد راډيو تلوېزيون هيواد راډيو تلوېزيون