په کابل کي د نارینه وو او ښځینه وو د کراټې سیالۍ پيل سوې


 په کابل کي د نارینه وو ترمنځ دا  ۱۲م پړاو، خو د ښځینه وو ترمنځ دا ۲۲م پړاو لوبي دي، چي پرون یکشنبه ئې د ۳ ورځو له پاره پیل سوې.
د افغانستان د بدني روزني عمومي ریاست چارواکي وايي، چي د کراټې په دې سیالیو کي د نارینه وو په برخه کي ۲۰۰ لوبغاړو او په ښځینه وو کي ۱۰۰ لوبغاړو ګډون کړی دئ.
 په دې سیالیو کي د هیواد د ۱۹ ولایتونو تر څنګ د ایران او پاکستان مېشتو افغان مهاجرو هم ګډون کړی دئ او لوبي ئې پر دوو کتګوریو لویانو او ځوانانو وېشل سوي دي او هر یو به خپل په بخش کي مقابلې کوي.
د یادوني وړ ده، چي دا سیالۍ په دې خاطر کيږي، چي افغان ملي لوبډلي ته لوبغاړي انتخاب کړي.

x

دا هم وګورئ

تېره میاشت په کندهار کي د شري ناروغۍ ۱۹۰ ناروغان بستر سوي دي

رپوټ: مهتمم صالح په کندهار کي د سينه بغل او نورو ناروغيو تر څنګ کوچنيان ...