رپوټ: غلام فاروق رسولي
دغه هوکړه لیکونه د اوسپني ریل پټلۍ د پراختیا، د انرژۍ وارداتو ډېرېدا او د پانګوني جذب په برخه کي د لا همکاریو دي، چي د ماليې وزیرهمایون قیومي، د هرات والي
عبدالقیوم رحیمي او ترکمنستان هیواد د بهرنیو چارو وزیر رشید مریدوف په حضورکي لاسلیک سوه.
د هیواد د ماليې وزیر محمد همایون قیومي د افغانستان او ترکمنستان ترمنځ د اقتصادي همکاریو د پراختیا څخه خوښي څرګنده کړه او زیاته یې کړه ترکمنستان ته د ولسمشر غنی وروستي سفر کي د دواړو هیوادونو تر منځ د همکاریو غښتلي کېدو، په ځانګړې توګه د ریل پټلۍ پر پراختیا ټینګار سوی وو.
ښاغلی قیومي دغه هوکړه د دواړو هیوادونو ترمنځ د ښو اړیکو د غښتلتیا په برخه کي مهم ګام وباله.
د ترکمنستان د بهرنیو چارو وزیر هم وویل، چي ترکمنستان ژمن دئ، چي د افغانستان سره خپلي همکارۍ پراخي کړي او د لویو اقتصادی پروژو بریالي توب ته زمینه برابره کړي.
د بلی خوا د هرات والي، عبدالقیوم رحیمي د دې ولایت د خلګو او ترکمنستان ترمنځ د فرهنګي راکړي ورکړي مخیني ته په اشارې سره د دواړو هیوادونو ترمنځ د همکاریو کچي لوړېدو او د نوو هوکړه لیکونو د لاسلیک څخه يې هرکلی وکړ.
ښاغلي رحیمي زیاته کړه چي ډېر ژر به په هرات کي د ټاپي پروژې عملي چاري پیل سي.
دا په وروستیو دوو کلونو کي هرات ته د ترکمنستان د بهرنیو چارو وزیر دوهم سفر دئ چي کوي يې.