په هیواد کي وروستیو ناخوالو د هیواد د وګړو اقتصاد ته هم قوي زربه ورکړي او د پخوا په څير سوداګر د غریبو کورنیو سره مرسته نه کوي

راپور: بشیر احمد فیضان

یوه ناروغه او رنځوره کورنۍ خپل ستونزمن ژوند څنګه مخ ته وړي.

په دغه خټین او رژیدلي کور کي یوه خوارځواکي او له پښو لوېدلي کورنۍ ژوند کوي یوه کونډه مور دوه زامن او یوه لور.

په کور کي د ژوند کولو هیڅ امکانات نه لیدل کیږي زړې جامې، له کاره وتلي پرشونه او بې سیکه نالۍ ددغه کورنۍ ټوله سرمایه ده، خو  په دغه سپیره او خاورین کور کي د نورو خلکو په څير خلګ ژوند کوي یوازي يې فرق دا دی چي دا کورنۍ غریبه او رنځوره ده.

امکانات نه لري او په ژوند کي له  ډيرو امکانانو سره نابلده دي.

د همسایه ګانو را لیږل سوې  ساړه  پاتي شونې او وچه ډوډۍ ددغه کورنۍ د غړو خوراک دی.

له لاسي برمي اوبه تر لاسه کوي او د یو څو چرګانو له هګیو هم خپلي کورنۍ ته بقا ورکوي.

ددغه کورنۍ مور وايي، اولادونه يې عصبي ناروغي لري او د مزدورۍ ځواک يې د لاسه ورکړي.

دا وايي ژوند يې یوازي د اولادو له امله ستونزمن دی خو پر کمو امکانانو يې قناعت کړي.

ناروغ ځوان سره له دې چي د کور مشر دی خو د کمزوري وجود کمزوري يې خوراۍ ته نه پریږدي.

نوموړی وايي، همسایه ګان يې لاس نیوی کوي او د هغوی په مرستو  ژوند مخ ته وړي.

په هیواد کي روان حالت او د خلکو لوږې کله کله د نورو د پریشانیو سبب وګرځي خو ځيني داسی هم سته چي په دې برخه کي هیڅ عاطفه نه لري ګټي کوي او نظر يې هم یوازي پر خپلو وي.

بشریت ته درناوی وجبه ده خو د غریبو لاس نیوی فریضه بلل کیږي.

 

 

x

دا هم وګورئ

تېره میاشت په کندهار کي د شري ناروغۍ ۱۹۰ ناروغان بستر سوي دي

رپوټ: مهتمم صالح په کندهار کي د سينه بغل او نورو ناروغيو تر څنګ کوچنيان ...