ابدالي په یوه مرکه کي ویلي، چي که افغانستان د سیمې هیوادونو د تقابل پر ډګر له بدلېدو ونه ژغورل سي نه یوازي افغانستان بلکي ښکېل هیوادونه به هم سخت زیان وویني.
شیدا محمد ابدالي وایي، په راتلونکي حکومت کي د اجراییه ریاست د برخلیک او د ولسمشر د دریو مرستیالانو د انتخاب لپاره باید لویه جرګه راوبلل سي.
په هند کي د افغانستان پخوانی سفیر او د ولسمشریزو ټاکنو احتمالي نوماند وایي، د سولي ټینګښت ، اقتصاي وضعيت کي بدلون او د امنیتي وضعیت سمون د ولسمشر غني اساسي ژمني وې خو په وینایې په تیرو څلورو کلونو کي د عملي کیدو پرځای هیواد له بحران سره مخ سوی دی.
شیدا محمد ابدالي وایي، افغانستان باید د ګاونډيو او سیمي هیوادونو سره متوازن سیاست پرمخ یوسي، خو خبرداری ورکوي چي که هیواد د سیمي او نړۍ هیوادونو له تقابل څخه لیري ونه ساتل سي،نو نه یوازې افغانستان بلکي ښکیل هیوادونه به هم سخت زیان وویني.
ابدالي وایي، د کندهار له قومي مشرانو سره تر مشورو وروسته کابل ته راغلی او هڅه کوي د راتلونکو ولسمشریزو ټاکنو لپاره داسي یو انتخاباتي ټکټ رامنځ ته کړي چي هیواد له روان کړکیچ څخه وژغورلای سي.
هيواد راډيو تلوېزيون هيواد راډيو تلوېزيون