د ټاپي پروژې په لګښتونو کي درې میلیارده ډالره کموالی راغلی دی

د ټاپي پروژې اجرايي مدیر محمد میرات امانوف وایي، ټاکل سوې وه چي پر ټاپي پروژه باندي لس میلیارده ډالر لګښت راسي، خو ددوی وروستۍ محاسبې ښيي چې دغه لګښت اوو ملیاردو ډالرو ته راښکته سوی دی. نوموړي ویلي چي د ټاپي پروژه به په راتلونکو دوو کلونو کي بشپړه سي.

د امانوف په خبره دغه پروژه په لومړي سر کي پنځه ملیارده ډالر لګښت لري، چي وروسته ددغه پروژې د څارني او بیا رغونې په چارو دوه ملیارده ډالر نور هم لګول کېږي.

هغه ویلي چي په افغانستان او پاکستان کي د پروژې د عملي کولو په برخه کي څیړني پای ته رسیدلې او هیله یې څرګنده کړې چي ژر تر ژره وکړی سي خپل عملي کارونه ددغه نل لیکي د غځولو لپاره پيل کړي.

ټاپي په سیمه کي د ګازو د لېږد تر ټولو ستره پروژه ده چي د ترکمنستان ګاز د افغانستان له لارې پاکستان او هند ته لېږدوي.

x

دا هم وګورئ

په کندهار کي شلو تنو حيواني ډاکټرانو ته د مصنوعي القاح روزنه او وسایل ورکړل سوه

رپوټ: مهتمم صالح د کندهار د کرهڼي ریاست له خوا د USAID اې وي سي ...