راپور: جواد داوري
د قرائت په دغه سياليو کي د ملي اردو، ملي پوليسو او ملي امنيت سرتېرو ترڅنګ د دارالعلوم زده کوونکو هم ګډون درلود.
هلمند والي تورن جنرال محمد ياسين خان د ملکي او نظامي قاريانو ترمنځ دغه ډول سيالي مهمي وبللي او ژمنه يې وکړه، چي په راتلوونکي کي د ولسوالیو څخه هم قاریان او حافظان دعوت کړي تر څو ولایتي سیالي په لاره واچوي.
په مشرانو جرګه کي د خلکو استازي محمد هاشم الکوزي د نظامي او ملکي ادارو ترمنځ له دې سياليو هرکلی وکړ او دا يې يونیک اقدام ياد کړ.
د ۲۱۵ ميوند قول اردو قومندان تورن جنرال ولي محمد احمدزي د حکومت او وسله والو طالبانو له لوري اوربند ګټور یاد کړ او ټینګار يې وکړ چي امنیتي ځواکونه به يې په بشپړ ډول عملي کړي.
د شاخوا ۴۰ نظامي او ملکي قاريانو له منځه ۱۲ غوره وټاکل سول، چې پدې کي لومړی مقام د ملي امنيت سرتېري ترلاسه کړ، دوهم مقام د ملي اردو او دريم مقام هم د ملي پوليسو قاريانو خپل کړ.
هيواد راډيو تلوېزيون هيواد راډيو تلوېزيون