چارواکي وايي، چاودنه د يو دوکان مخ ته د ځای پرځای سوي ماين د چاودني له امله رامنځته سوې ده.
د ننګرهار د والي وياند عطا الله خوږياڼي وويل، چي نن سهار نږدې شپږ بجې د جلال اباد ښار دويمي ناحيې اړوند اهنګرانو کوڅه کي د اکرام الله په نوم د يو دوکاندار د دوکان مخ ته د ماين چاودنه سوې ده.
خوګیاڼی وايي، د چاودنې له امله يو ١٠کلن ماشوم وژل سوی او ٧ نور ټپيان دي.
د نوموړي په وينا، په ټپيانو کي څلور ماشومان او خپله ياد دوکاندار هم شامل دی.
د چاودني مسٔوليت چا په غاړه نه دی اخېستی.
هيواد راډيو تلوېزيون هيواد راډيو تلوېزيون