په هرات کي شاوخوا نهه زره کم عمره ماشومان په بېلابیلو کارونو بوخت دي

رپوټ: غلام فاروق رسولي

د وار چایلډ (War Child) مؤسسې د څېړني پر اساس چي په تېر یوه کال کي یې کړې ده، راغلي، چي په هرات کي (۸۹۰۶) کاريګر ماشومان سته، چي ډېر یې په ښار کي د سړکونو پر سر په مختلفو کارونو بوخت دي.

د دې مؤسسې د موندونو پر اساس د دې ډلي څخه یواځي ۳۸ سلنه د هرات مېشت کورنیو څخه دي او پاته نور ۶۲ سلنه ماشومان د بېځایه سوو کورنیو دي.

د هرات د کار او ټولنیزو چارو رئیس عبدالقیوم افغان وایي: دا څېړنه چي د دوی په همکارۍ سوې ده، د دوی سره مرسته کوي چي د یادو کاريګرو ماشومانو له پاره اغېزمني برنامې عملي کړي.

مونسه حسن زاده د هرات ولایت مقام د ټولنیزو چارو مرستیاله هم دا څېړنه د کاريګرو ماشومانو د ژوندانه بدلېدو له پاره ګټوره بولي او وایي، دوی به دا شمېر د مرکزي چارواکو سره د دې ماشومانو د برخلیک ټاکلو له پاره د کوټلي ګامونو پورته کېدلو له پاره شریکي کړي.

پر همدې حال مدني فعالان وایي: که د سړک پر سر کاريګرو ماشومانو ته پام و نه سي، کېدای سي د هغوی د ژوندانه ترڅنګ ټولني ته هم ډېر خطرونه موجه سي، ځکه په خبره یې وسله وال مخالفان او نوري مافیایي کړۍ د هغوی څخه په ورځني ډول ګټه پورته کوي او د مختلفو اهدافو له پاره یې کاروي.

د بلي خوا د بشري حقونو فعالان هرڅو په هرات کي د کاريګرو ماشومانو شمېر تر اعلان سوو شمېرو ډېر بولي او داهم وایي چي دا ماشومان د ژوندانه د ټولو اړینو اسانتیاوو څخه بې برخه دي او باید جدي پام ورته وسي.
هرات د هیواد په لوېدیځ کي هغه ولایت دئ چي ډېري بیځایه سوي کورنۍ پکښي مېشت دي او له همدې کبله پکښي د کاريګرو ماشومانو شمېر هم زیات سوی دئ.

x

دا هم وګورئ

تېره میاشت په کندهار کي د شري ناروغۍ ۱۹۰ ناروغان بستر سوي دي

رپوټ: مهتمم صالح په کندهار کي د سينه بغل او نورو ناروغيو تر څنګ کوچنيان ...