طالبانو په افغانستان کي د موقت حکومت پر جوړولو هوکړه نه ده کړې

وسله والو طالبانو دا خبره رد کړې چي ګواکي دوى په افغانستان کي د موقت حکومت پر جوړولو هوکړه کړې ده.

پرون ځينو عربي رسنيو خبر ورکړى وو، چي په قطر کي د نهم پړاو خبرو پر مهال دواړو لورو د ١٤ مياشتو له پاره د موقت حکومت پر جوړولو موافقه کړې ده.

د دغه خبر له خپرېدو څو ساعته وروسته په قطر کي د طالبانو د سياسي دفتر  وياند سهيل شاهين په ټويټر کي دا خبر رد کړه.

هغه زياته کړه، کوم خبر چي د موقت حکومت د هوکړي په هکله په رسنیو کي خپرېږي، حقيقت نه لري.

دغه راز د افغان سولي له پاره د امريکا ځانګړي استازي زلمي خليلزاد هم په ټويټر کي ليکلي، چي دوی د انتقالي حکومت په اړه هيڅ بحث نه دئ کړی او د حکومتولۍ په اړه بحث په افغانانو پوري اړه لري.

د امريکا او طالبانو ترمنځ نهم پړاو خبري اتري په دوحه کي رواني دي او ويل کېږي، چي يو شمېر نور پرمختګونه هم پکښي سوي دي.

اټکل کېږي چي د رواني اوونۍ په اوږدو کي د دواړو لورو ترمنځ هوکړه اعلان سي.

x

دا هم وګورئ

تېره میاشت په کندهار کي د شري ناروغۍ ۱۹۰ ناروغان بستر سوي دي

رپوټ: مهتمم صالح په کندهار کي د سينه بغل او نورو ناروغيو تر څنګ کوچنيان ...