د فرانس پريس خبري اژانس د راپور له مخي خبري برايي شپه تر ناوخته رواني وې.
په قطر کي د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند سهیل شاهین پر ټویټر په یوه پیغام کي لیکلي دي، چي له امریکايي ټیم سره د دوی خبري به نن سه شنبه دوام وکړي او دوی به هڅه وکړي چي د توافق نامې وروستي ټکي نهايي کړي.
د افغانستان د سولي له پاره د امریکا د بهرنیو چارو د وزارت ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد پرون د دوو طالب قوماندانانو په حواله هغه ورکړل سوي راپورونه رد کړي چي وايي په احتمالي اوربند کي به پر افغان ځواکونو د طالبانو د حملو بندېدل نه وي شامل.
خلیلزاد پر ټویټر په یوه بیان کي لیکلي، موږ به هم اوس او هم له طالبانو سره له هر راز موافقې وروسته د افغان ځواکونو دفاع وکړو او زیاتوي، ټول اړخونه پر دې سلا سوي چي د افغانستان د راتلونکي پرېکړه به په بینالافغاني خبرو کي کيږي.