پاکستان اوس هم پر کونړ توغندۍ ور غورځوي

د کونړ چارواکي وایي د دي ولایت پر سرحدي سیمو د ډیورنډ کرښي له هغه غاړي څخه د پاکستاني ځواکونو له خوا د توغندیو ویشتل په وقفه‌ یي ډول دوام لري.

د کونړ د والي ویاند وايي، چي لږ تر لږه ۲۶ توغندي د یکشنبي په ورځ د پاکستاني ځواکونو له لوري د دي ولایت پر شلتن ولسوالۍ غورځول سوي دي.

د هغه په خبره د یکشنبي د ورځي په غورځول سوو توغندویو کي چا ته زیان نه ‌دئ رسېدلی.

د کونړ چارواکي وایي په تيره یوه میاشت کي تر ۷۰۰ ډيري د هاوان مرمۍ او توغندي د پاکستاني ځواکونو له خوا ډیورنډ کرښي ته پر څېرمه ولسوالیو موښتي دي، چي ډيري یې په شلتن ولسوالۍ کي دي.

د دوی په خبره په دې بریدونو کي څلور تنه ټپیان او ځیني کورونه ویجاړ سوي دي.

تر دې وړاندي د افغانستان د جمهوري ریاست ویاند پر خپله ټویټر پاڼه دا بریدونه غندلي او هغه ‌یې د نړیوالو قوانینو خلاف بللي دي.

x

دا هم وګورئ

تېره میاشت په کندهار کي د شري ناروغۍ ۱۹۰ ناروغان بستر سوي دي

رپوټ: مهتمم صالح په کندهار کي د سينه بغل او نورو ناروغيو تر څنګ کوچنيان ...