په روزګان کي یو ښوونځی په یو میلیون افغانۍ جوړ سو

رپوټ: اجمل وصال

د مرکز ترینکوټ اړوند د سرشخلو دغه ابتدایه ښوونځی څه باندي دوه کاله دمخه هغه مهال د جګړي پرمهال ویجاړه او پکښي موجود زده کوونکي کورناستي سوه، چي طالبانو دغه سیمه ونیوله.

اوس د یاد ښوونځي د بیا ترمیم له پاره د (NRC) په نوم یوې همکاري موسسې یو میلیون افغانۍ مصرف کړي، تر څو بیاځلي ښوونځی د زده کوونکو له پاره پرانیزی.

دغه پیسې چي د شورا له لاري د ښوونځي د بیا ترمیم له پاره لګول سوي، د اداري خوني ترڅنګ نهه تدریسي خوني، تشنابونه او یوشمېر نور اړین ځایونه په ترمیم سوي دي.

ددغه ولایت د پوهني رئیس میرزامحمد سالارزي وویل، لسګونه نور ښوونځي هم سته چي د تیرو درو کلونو راهیسي د جګړو پرمهال ویجاړ سوي او یو شمېر نور بیا اوس هم د جګړې په کرښه بدل سوي.

د ده په وینا، دوی هڅي پیل کړي ترڅو په سیمه کي نور ویجاړ سوي ښوونځي هم له سره ترمیم او د زده کوونکو د بیا راتګ له پاره اماده کړي.

د ښوونځي زده کوونکي هم وایي، چي په سیمه کي وروستیو جګړو د هغوی ښوونځی وران او هرڅه یې له منځه یوړه.

دغه هلکان او نجوني خوشحاله دي چي کلیوالي ښوونځۍ یې بیا ترمیم او د هغوی د زده کړو زمینه برابره سوه.

له ښکېلو خواو غواړي چي نورجګړه ودروي او له تاوتریخوالي لاس واخلي.

د روزګان مرکز ترینکوټ او ولسوالیو کي لا هم لسګونه داسي نور ښوونځي سته، چي د جګړو له امله ویجاړ سوي او یاهم ښکېلي خواوي د سنګر په توګه کار ځیني اخلي.

x

دا هم وګورئ

تېره میاشت په کندهار کي د شري ناروغۍ ۱۹۰ ناروغان بستر سوي دي

رپوټ: مهتمم صالح په کندهار کي د سينه بغل او نورو ناروغيو تر څنګ کوچنيان ...