په تیره جولای میاشت کي د هیواد په ۲۲ ولایتونو کي ۲۳۲ ملکي وګړي وژل سوي او ۳۱۳ تنه ټپیان سوي دي

 

د ملکي وګړو د خوندیتوب او عدالت غوښتنې ډله ” سي اې پي جي ” چي هره میاشت په افغانستان کي د ملکي وګړو د خوندیتوب په اړه راپورونه خپروي په خپل تازه راپور کي ویلي، چي تیره میاشت تر ټولو ډېره مرګ ژوبله په ځانمرګو او هوایی بمباریو کي اوښتې ده.

د راپور له مخې په تېره جولای میاشت کي تر ټولو زیات تلفات په ننګرهار، کابل، پکتیا او کندز ولایتونو کې اوښتې دي.

د یادې ډلي د شمېرو له مخي، په تېره میاشت کي د ملکي وژل سو کسانو په شمېر کي د جون د میاشتي پرتله د پام وړ زیاتوالی را غلی، خو د ټپیانو په شمېر کي بیا د جون د میاشتې پرتله په جولای کي کموالی لیدل کیږي.

د ثبت سوو شمېرنو له مخي په تېره میاشت کې ۲۳۲ ملکي افغانان وژل سوي او۳۱۳ نور ټپیان سوي دي.

د دې ډلې مشر عزیز احمد تسل وویل، چي ملکي وګړو ته ډېر تلفات په ځانمرګو او هوایي بریدونو کي اوښتي دي.

x

دا هم وګورئ

تېره میاشت په کندهار کي د شري ناروغۍ ۱۹۰ ناروغان بستر سوي دي

رپوټ: مهتمم صالح په کندهار کي د سينه بغل او نورو ناروغيو تر څنګ کوچنيان ...