ليکوال: عبدالحق ثاقب هزارناوی
موږ په خپل ورځني ژوندانه کې له ګڼو کسانو سره مخامخ کیږو، له هغو خلکو سره مخ کیږو چې نور خلک ورته مینه ورکوي او احترام یې کوي، کله چې دوی خبرې کوي، خلک ورته غوږ نیسي، په مشورو یې عمل کیږي، او کله چې امر وکړي، خلک یې اطاعت او مننه کوي، او کله چې په کوم ځای کې شتون ولري، خلک یې لیدو ته لیواله او ورته راځي. خو په مقابل لورې کې بیا داسې کسان شته چې خلک یې هیڅ پاڼه نه اړوي، او نه ددې موقف پسې هڅه کوي، خو پوښتنه داده چې، دهغو کسانو ترمنځ څه توپیر دی چې خلک ورسره مینه لري او هغو چې په زړونو کې ځای نه ورکوي؟
آرامه خبره، نرمه رویه، خوږ چلند، خپلوي ساتل، رښتونولي، مرسته کول، سلام اچول او اخیستل او داسې نور… هغه لارې چارې دي چې د اسلام سپېڅلی دین یې د یوې ټولنې د سالمیت، روغې پاتې کېدو او غوره مفاهمې لپاره لارښوونه او پرې امر کوي.
افغاني ټولنه که څه هم یوه اسلامي ټولنه ده، خو بیا هم ډیرې ناخوالې دپورته ټکو په پام کې نه نیولو لامله رامنځته کیږي. په کلیوالي او اطرافي سیمو کې که د ځمکو او پولو پرسر جنجالونه، شخړې او دښمنۍ رامنځته کیږي او تربګنۍ مو ژوند تریخوي، خو په ښارونو کې بیا قومي، ژبنیز او سمتي تعصب اوداسې نورې بدبختۍ هغه کارونه یادولی شو چې پرمختګ ته مو نه پریږدي. په ښار کې د ګرځېدا پرمهال، یا د موټر چلولو پرمهال د ټکر پسې دویمه خبره په ( بخښنه) نه ! بلکې په ښکنځل پیلېدل د اسلامي لارښوونو خلاف عمل دی. الله جل جلاله فرمایې ( وان تعفوا اقرب للتقوی ) ژباړه : که تاسو بخښنه وکړئ، دا کار تقوی او پرهیزګارۍ ته ډېر نږدې دی. دا لارښوونه د اسلام سپیڅلی دین د ټولنې د سالمیت او ددښمنۍ د له منځه وړلو په خاطر کوي.
اسلام ټولنیز دین دی، او خلک هم ټولنیز ژوند ته رابولي، کله چې اسلام ټولنیز ژوند ته خلک رابولي نو د سالمیت او خوشالتیا لپاره یې ورته ځینې اساسات هم ایښي، د بېلګې په توګه، رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایې :
( المؤمن الذي يخالط الناس ويصبر على أذاهم خير من المؤمن الذي لا يخالط الناس ولا يصبر على أذاهم) ژباړه : هغه مؤمن چې خلکو سره ټولنیز ژوند کوي او دهغوی په ضرر باندې صبر کوي، تر هغه مؤمن غوره دی چې له خلکو سره راشه درشه نه کوي او نه یې پر ضرر باندې صبر کوي.
دا چې افغاني ټولنه یوه اسلامي ټولنه ده، نو پوښتنه داده چې له کومو لارو کولی شو خلک راخپل کړو، ترمنځ مو واټنونه راکم، نفرتونه ختم، شخړې هوارې او په پایله کې په یوه سالمه، خوشاله له مینې او دوستۍ ډکه ټولنه کې ژوند وکړو؟
خلک خپلول که څه هم یو هنر دی، خو دا هنر په ځینو اسلامي بنسټونو پام کې نیولو سره لاسته راځي، ځینې داسې ټکي شته چې خلک سره شیندي او یو له بله یې بېلوي، خو بیا ځینې داسې لارې چارې هم شته چې خلک سره رانږدې کوي، ترمنځ یې مینه پیدا کوي، واټنونه راکموي او بالآخره خوشاله ټولنه او له بدبختیو پاک چاپیریال په لاس راځي.
ټولنیز ژوند په حقیقت کې د یو بل د خدمت لپاره شپې ورځې سبا کول دي. که هټیوال یاسوداګر دی، که په لوړه یا ټیټه کچه دی، که ښوونکی یا مدیر دی، که عسکر دی که موټر چلوونکی … دوی به ښایې دې حقیقت ته متوجې نه وي، خو په واقعیت کې ټول یو دبل خدمتګاران دي.
ښاغلی SHIV KHERA په ټولنه کې د ښې او اغیزمنې رویې او دخلکو ترمنځ د غوره مفاهمې ارزښت ته په اشارې سره په خپل کتاب You can Win کې د بریا راز د یو انسان رویه او اخلاق بولي، نوموړي د هارورډ پوهنتون هغې څیړنې ته اشاره کوي چې، ډېری کسان چې پرمختګ کوي او نوې دندې پیدا کوي ۸۵٪ یې د اغیزمنې رویې او چلند په واسطه کیږي، او پاتې ۱۵٪ د خلکو پرمختګ دهغوی په پوهې او زده کړې کې رانغښتی دی.
خو د اسلام ستر پیغمبر محمد صلی الله علیه وسلم تر هرچا وړاندې په ټولنه کې د غوره مفاهمې، د خلکو د زړونو د ګټلو او د خلکو د راخپلولو لپاره ځینې وسایل ښودلي دي. دا چې د اسلامي لارښوونو پر بنسټ له کومو لارو کولی شو خلک راخپل او واټنونه راکم کړو، لاندې لارې په ګوته کولی شو :
د خلکو خدمت او دهغوی اړتیاوې پوره کول :
په یوه ټولنه کې موږ له ګڼو کسانو سره مخامخ کیږو، په کور کې مو د کورنۍ له غړو سره سرو کار وي، او له خپلوانو سره مو راشه درشه وي، په کلي او سیمه کې مو له ګاونډیانو او ملګرو سره سره ناسته پاسته وي، په دولتي یا خصوصي ادارو کې مو له مامورینو سره د ژوند چاره پیدا کیږي…. دا هغه قشرونه دي چې ترمنځ یې د خدمت کولو او د یو بل اړتیاوې پوره کولو سره ټولنيزې اړیکې غښتلې او د مفاهمې فضا ښه برابریږي. رسول الله صلی الله علیه وسلم د ټولنې اساس جوړول له کوره پیل کړي. فرمایې : (( تاسو کې غوره هغه کس دی چې خپلې کورنۍ ته خیر غوښتونکی وي، زه هم خپلې کورنۍ ته خیر غوښتونکی او ګټور یم. ))
ګاونډیان هم زموږ د چاپیریال او ټولنې هغه برخه ده چې اړیکې مو ورسره زیاتې او د اړتیا متقابله اندازه مو پراخه وي. د ټولنې د پرمختیا په خاطر له ګاونډیانو سره ښې اړیکې، راشه درشه، د هغوی خدمت کول او اړتیاوې یې پوره کول د ټولنې د سالمیت مهم عنصر ګڼل کیږي، رسول الله صلی الله علیه وسلم لارښوونه کوي چې، هغه څوک چې ګاونډي يې له زیانونو خوندي نه وي، هغه مؤمن نه دی.
دولتي مامورین، ډاکتران، ښوونکي، موټر چلوونکي ټول د یوې ټولنې هغه مهمې برخې ګڼل کیږي چې ترمنځ یې غوره مفاهمه او ښې اړیکې ټولنه لا سالمه کوي. که غواړي دوی په ټولنه کې محبوبیت پیدا کړي، نو اړینه ده چې د خپل حیثیت په خاطر د ټولنې له غړو سره ښه چلند وکړي. ډاکتر له ناروغانو سره، ښوونکي له زده کوونکو سره، موټر چلوونکی له سپرلۍ سره او دولتي مامور له مراجعینو سره …
په افغانستان کې دا یو مالوم حقیقت دی چې ډيری مراجعین د دولتي مامورینو له رویې او چلنده سر ټکوي. آن د هغوی د ناوړه او سختې رویې له کبله ورته ښکنځلې کوي، ځکه له مراجعینو سره یې د مفاهمې او اړیکو لاره ناسمه او سخته ده. دا چې موږ په يوه افغاني ټولنه کې ژوند کوو، او د اسلام دعوه مو هم غښتلې ده، نو په کار ده چې په دې اړه د رسول الله صلی الله علیه وسلم هغه حدیث پر ځان پلی کړو چې فرمایې : هغه څوک چې الله جل جلاله د مسلمانانو د چارو مشر ټاکلی وي، خو دهغوی اړتیاوې نه پوره کوي، او مرسته ورسره نه کوي، الله جل جلاله به د قیامت په ورځ د هغه اړتیاوې پوره نه کړي او بې مرستې به یې پریږدي. ( الترمذی او ابوداوود )
په لنډه وایو چې دنده د خلکو د زړونو د خپلولو، د غوره مفاهمې د ټولنې د سالمیت او د خلکو د خدمت کولو او اړتیاوو پوره کولو لپاره یو غوره فرصت دی. راځئ ګټه ترې واخلو !!
نرمي کول، نه په غوسه کېدل اوبخښنه کول :
انسانان په ټولنیز ژوند کې له ګڼو پيښو سره مخ کېدای شي. ځینې وخت یو انسان د ژمنې له خلاف، ښکنځل، سختې رویې، تیزې خبرې او ناوړه چلند ښکار کیږي. دا په یوه ټولنه کې د ژوند کولو طبیعي کار دی. خو ددا ډول عمل د رامنځته کېدا په صورت کې له مقابل لوري سره نرمي کول او نه غوسه کېدل ټولنه د سالمیت او غوره مفاهمې پر لور بیایې. الله جل جلاله دا ډول کسان د نیکانو په نامه یاد کړي. فرمایې : ( والکاظمین الغیظ والعافین عن الناس، والله یحب المحسنین ) هغه کسان چې غوسه په زړه تیروي، او خلکو ته بخښنه کوي. الله جل جلاله له نیکانو سره مینه لري.
د انس رضی الله عنه حدیث دی، فرمایې چې، رسول الله صلی الله علیه وسلم یو داسې چپن اغوستې وه چې څنډې يې ډېرې پلنې وې.. یوه اعرابي د شا له لورې چپن په ډېرې تیزۍ سره کش کړه، چې څادر یې درسول الله صلی الله علیه وسلم مبارک څټ ته راورساوه، له ډېر شدت او کشولو لامله د رسول الله صلی الله علیه وسلم په څټ نښې ښکاره شوې، بیا یې رسول الله صلی الله علیه وسلم ته وویل، چې ماته دالله له مال څخه یو څه راکه.. رسول الله صلی الله علیه وسلم ورته مخ کړ او ویې خندل، او بیا یې ورته صدقه ورکړه ….
رسول الله صلی الله علیه وسلم چې له پاچاهانو یې رتبه ستره او عزت یې تر نړۍ زیات وو، ټولنیزه رویه او مفاهمه يې په خندا، ورکړې او صدقې پیل کیږي، نرمي کوي او له غوسې کولو ډډه کوي. خو څه فکر کوئ چې د افغانستان په ښارونو، کلیو او بانډو کې به د نرمۍ، زغم او حوصلې په نه کولو او په نه خبره په غوسه کیدو به څومره ناخوالې او شخړې رامنځته کیږي؟ !!!!
په معاملاتو کې نرمي کول :
رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایې : رحم الله رجلاً سمحاً إذا باع وإذا اشترى وإذا اقتضى. الله جل جلاله پر هغه سړي باندې مهرباني کوي چې پېر، پلور او قضاوت کې نرمي او عدالت کوي. په دې خبرو کې رسول الله صلی الله علیه وسلم هغه لارې په ګوته کړي چې یو سوداګر خلکو سره له معاملې له لارې څنګه د خلکو په زړونو کې ځای او مینه پیدا کړي. په پلور او پیر کې نرمي او عدالت دې ته وایې چې پلورنکی بخیل نه وي، بیې يې لوړې نه وي، او خلکو سره په معاملو کولو کې سخت نه وي. او اخیستونکی هم باید د سودا په رانیولو کې نرم او عادل وي، په ځانګړې توګه چې کله پلورونکی فقیر وي او رانیونکی شتمن وي. نو باید له ډېرې چنې وهلو ډډه وکړي او له سخاوته کار واخلي. په قضاء کې نرمي او عدالت دې ته وایې چې خلکو سره په پریکړو کولو کې له نرمۍ او عدالت کار واخلي او هر چا ته خپل حق ورکړي.
موږ په ټولنه کې ژوند کوو، خلکو سره له ګڼو معاملاتو له لارې خپل ورځنی ژوند پرمخ بیایو، اقتصادي او سوداګریزې راکړې ورکړې کوو.. نو د غوره مفاهمې او غښتلي اړیکو له لارې کولی شو د تشدد مخه ونیسو او دسولییزې ټولنې د رامنځته کیدا لپاره کار وکړو. په ورځني معاملاتو کې نرمي او عدالت د ټولنیزې مفاهمې بنسټیز اصل ګڼل کیږي، دا اصل هغه مهال ترلاسه کیدای شي چې دظلم، زیاتي او کمي په مقابل کې هم نرمي وښایې او کله نا کله د خپل حق د پایمالېدو پرمهال هم له صبر او زغم کار واخلې. انس بن مالک رضی الله عنه فرمایې، چې ما درسول الله صلی الله علیه وسلم لس کاله خدمت کړی، قسم په الله چې تراوسه یې راته د ( اوف ) کلمه له غوسې او خپګانه نه ده ویلې، او نه یې راته داسې ویلي چې ولې دې داکار وکړ؟ او ولې دې ونکړ؟
که ورځني معاملات مو د ټولنیزې مفاهمې د بنسټونو په پام کې نیولو سره تیر شي، او د ژوند په ټولو چارو کې له زغم، صبر، حوصلې، نرمۍ او عدالت کار واخلو، نو تر ډېره به مو د ټولنیزې مفاهمې له لارې غوره او سوکاله ټولنه رامنځته کړي وي..
نرمې خبرې او خوشالي :
یوه ټولنه له هر ډول کسانو جوړه ده، ښه، بد، تېز او نرم کسان ورکې ژوند کوي. خو نرمې او د خوشالۍ خبرې د اړیکو او مفاهمې غوره او تر ټولو بنسټیزه لاره ګڼل کیږي. د نړۍ ډېرې ژبې ډېرې ادبي دي، د بېلګې په توګه جاپاني ژبه یادولی شو. ژبه هغه مهال ادبي کېدای شي، چې کله یې خلک سمه استعمال کړي، له خلکو سره پرې نرمې خبرې وکړي او په خلکو خوشالي داخل کړي. د اسلام د سپيڅلي دین لارښونه داده چې په ټولنه کې له بدو او ناوړه کسانو سره هم باید په نرمۍ خبرې وشي، او دهغوی زړونه راخپل شي، او د هغوی د سمونې او هدایت په خاطر له هغوی سره ښه معاشره وشي.
خلکو ته د خوشالۍ زیري ورکول :
دا د اړیکو، مفاهمې او د زړونو په ایتلاف کې تر ټولو غوره لاره ګڼل کیږي. پر مسلمان سړي باندې د خوشالۍ زیری الله جل جلاله ته دنږدېکت مانا لري. رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایې : الله ته ترټولو خوښ کس هغه دی چې خلکو ته یې ګټه ورسیږي، او الله جل جلاله ته تر ټولو خوښ کار هغه دی چې پر مؤمن باندې د خوشالۍ زیری وکړي. پر خلکو د خوشالۍ زیری په دې مانا چې له هغه مصیبت لرې کړې، پور ورته ورکړې، او لوږه یې ختمه کړې. له خپل مسلمان ورور سره دهغه د اړتیا د پوره کولو لپاره ګرځېدل الله جل جلاله ته په جومات کې له یوې میاشتې اعتکاف او عبادت غوره ده. دا هغه نبوي مفاهمه ده چې په پلې کولو سره یې یوه غوره ټولنه په لاس راځي. پر ځای ددې چې د خپل ورور پښې ووهو، کمین ورته ونیسو، د هغه د پرمختګ مخه ډپ کړو او ستونزې ورته جوړې کړو، باید له خپلې اسلامي دعوا سره سم له هغه سره مرسته وکړو، لاس ورته ورکړو او د اړتیا پرمهال ورته اوږه ورکړو.
رسول الله صلی الله علیه وسلم به تل هڅه کوله چې د ماشومانو او لویانو زړونه راخپل کړي، پر هغه لاره چې هغه به پرې دخلکو زړونه خپلول، موږ ته نمونې پاتې دي، دا هغه پلونه دي چې باید پرې روان شو ترڅو دهغه د مفاهمې په پلي کولو سره هماغسې ټولنه هم لاسته راوړو. رسول الله صلی الله علیه وسلم به له ماشومانو سره لوبې او ټوکې کولې، او په دې لاره به یې دهغوی زړونه خپلول. نو مالومیږي چې د اسلام ستر پيغمر هیڅ روا مفاهمه او اړیکه نه ده پرېښې مګر دهغې لارې يې دخلکو د زړونو اخیستلو هڅه کړې.
دیل کارنګي په خپل کتاب How to win friends and influence people ? څنګه ملګري پيدا کړو او په خلکو اغیزه وکړو؟ هغه لارې چارې په ګوته کړي چې له مخې يې په ټولنه کې ملګري زیات او محبوبیت پيدا کړو. هغه په خپل کتاب کې وایې، موسکا د زړونو کونجي ده.. هغه وایې چې هغه خبرې کوه چې مقابل لوری خوشاله شي، او له خبرو دې خوند واخلي. او له خلکو سره په خبرو او رویه کولو کې ذکاوت او ځیرکتیا زده کړه. د ډیل کارنګی هدف له دې خبرې دادی چې خلکو ته په خپلو نومونو غږ کوه ! دا هغه قاعده بولي چې له مخې يې یو کس کولی شي دخلکو زړونه راخپل او غوره مفاهمه وکړي. نو کله چې له یو نوي ملګري سره مخامخ کیږئ، نو لومړی ترې دهغه نوم او د کورنۍ د غړو او خپلوانو نومونه وپوښته او د پيژندګلوۍ ټغر دې ورسره وغړوه. دهغه ټولې ځانګړنې او مالومات درسره په ذهن کې وساته، کله چې ورسره د بیا ځل لپاره مخامخ کیږې، دا به ډېره ښه وي چې دهغه پر نوم ورته غږ وکړي، او په نومونو یادولو ترې دهغه د بچیانو او نورو پوښتنه وکړي.
نو ویلی شو، که چېرته د یوې ادارې مشر هم د خپلو ټولو کارکوونکو نومونه په یادو زده کړي، او هر یو ته دهغه په نوم غږ وکړي، دا کار د غوره مفاهمې یوه ستره کونجي ګڼل کیږي، یو مدیر او مشر په خپل چارځای کې محبوبیت پیدا کوي، او په مقابل کې د کارکوونکو په زړونو کې د تشویق او هڅونې اړخ غښتلی کوي او بلآخره په تولید اغیزه کوي.
د خلکو متقابل احترام او ادب :
په دې برخه کې د رسول الله صلی الله علیه وسلم کړنې اسلامي امت ته یوه بېلګه ده، هغه ته به چې څوک راغی، احترام به یې کاوه او آن خپل څادر به یې ورته غړولو ترڅو پرې کښيني. هغه به دخلکو رتبو ته کتل او هماغومره رتبه به یې ورکوله. رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایې : ( هغه څوک چې د مشرانو احترام نه کوي، او پر ماشومانو مهرباني نه کوي، زموږ له ډلې نه دی. )
احترام د مفاهمې او اړیکو هغه غوره لاره ده چې باید د نظر د اختلاف پر مهال هم باید له پامه ونه غورځول شي. په ټولنه کې د ګڼو نظرونو خاوندان ژوند کوي. په افغاني ټولنه کې هم ګڼ مذهبي اختلافات شتون لري، خو دا ډول اختلافات باید په تېزه رویه ځواب نه شي، او نه ددې لامل شي چې اړیکې زیانمنې کړي او اتحاد له منځه یوسي او په پایله کې ټولنه تخریب کړي.
ښې او خوږې خبرې :
نېکه او ښایسته خبره صدقه ده. دا ځکه چې خوږه خبره د خلکو پر زړونو اغیزه ښندي او ځای ورکې نیسي. د ژوند په هره چاره، هره معامله او له خلکو سره په هره رویه کې مو باید خبره خوږه وي. په ځانګړې توګه، کله چې یو چاته د یو نېک کار نصیحت هم کوو، نو باید خبره مو خوږه وه، او لامل یې هم دادی چې نصیحت کول تریخ دی.
ډېر خلک داسې شته چې د خبرو پایلو ته پام نه کوي، او له خولې خبره راباسي، خو خبرې يې زرګونه خلک خپه، نفرت، کینه او د زړونو جلا والی راپيدا کوي. خبره له کولو وړاندې باید ښه وتلل شي او بیا وشي. په همدې اړه د اسلام ستر پيغمبر رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایې : ( ډيری وخت یو کس یوه خبره وکړي او پام ورته ونکړي، دهمدې خبرې لامله یې الله جل جلاله دوزخ ته غورځوي. ))
تواضع او کبر نه کول :
کبر هغه جامه ده چې له الله جل جلاله پرته له بل هیچا سره نه ښایې. کبر هغه پدیده چې د تل لپاره یې د خلکو غرور مات کړی او له ذلت او خوارۍ سره یې مخامخ کړي، کبر هغه جامه ده چې د عزت په ټولنو کې د کبرجن انسان سر ټیټوي. رسول الله صلی الله علیه وسلم په خپلې نرمۍ او تواضع سره د زرګونو خلکو زړونه ځان ته مایل کړي، او د هغوی د هدایت لامل ګرځيدلی دی.
کبرجن انسان په ټولنه کې ځای نه لري، د خلکو زړونو کې له نفرت پرته بل څه نه شي لاسته راوړلی، دالله جل جلاله د غوسې لامل ګرځي، په دنیا کې د ذلت او په آخرت کې د عذاب عامل دی. متواضع سړی په ټولنه کې د اوږد عمر خاوند وي، د خلکو زړونو کې محبوبیت پیدا کوي او د الله جل جلاله د خوشالۍ او نږدېکت لامل کیږي. همدا تواضع وه چې رسول الله صلی الله علیه وسلم پرې نړۍ ونیوه، او همدا کبر وو چې دهغه مهال ستر ځواکونه او امپراتورۍ يې ونړولې. همدا کبر وو چې تر قیامته پر شیطان د لعنت لامل وګرځېده. رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایې، هغه څوک چې نرم، متواضع، او خلکو سره آساني کوونکی وي، الله جل جلاله به يې بدن پر اور باندې حرام کړي.
سخاوت :
سخاوت د غوره ټولنې د رامنځته کیدا او د خلکو په زړونو کې د مینې او محبوبیت د راپيدا کیدا اصلی عامل ګڼل کیږي. دهمدې سخاوت له مخې رسول الله صلی الله علیه وسلم دښمن قومونه د اسلام په ملاتړ کوونکو بدل کړي دي، د انس رضی الله عنه حدیث دی، فرمایې چې یو کس له رسول الله صلی الله علیه وسلم سوال وکړ، هغه ورته یو پسه ورکړ. دا کس د اسلام سخت دښمن وو، خو له دې سخاوت وروسته خپل قوم ته لاړ، او خلک یې اسلام ته راوبلل او ویې ویل : ای قومه ! مسلمانه شئ، محمد داسې یو سخي انسان دی چې هیڅکله به فقر ونه ګورئ !!!
سخي انسان په ټولنه کې د خلکو خیر غوښتونکی وي، خیر غوښتونکی انسان هیڅکله په ټولنه کې دنفرت نه ښکار کیږي، بلکې خبره یې اورېدل کیږي، د خلکو په زړونو کې ځآی پیدا کوي او بلآخره یو سالمه او له مینې ډکه ټولنه په لاس راکوي.
د اسلام ستر پیغمبر هم لارښوونه کوي چې په سخاوت او ورکړه باندې د خلکو ترمنځ مینه پیدا کیږي، هغه فرمایې ( تهادوا تحابوا ) تاسو یو بل ته ډالۍ ورکړئ، چې مینه مو پیدا شي !!!
ډالۍ که څومره هم کوچنۍ وي، خو د اړیکو په غښتلتیا کې يې اغیزې زیاتې وي. د ډالۍ ارزښت دهغې په قیمت کې نه، بلکې په معنویت کې رانغښتی دی.
هغه سلوک چې په زړونو کې نفرت پيدا کوي :
په دې کې هیڅ شک نشته چې بد اخلاقي تر ټولو هغه ناوړه سلوک دی چې انسان سره بېلوي، اړیکې یې شلوي او په زړونو کې يې نفرت او کینه پيدا کوي. خو په دې لیکنه کې غواړو هغو ټکو او سلوکونو ته اشاره وکړو چې په ځانګړې توګه یې اغیزه زیاته او خلک سره جلا کوي او ټولنه بالآخره له نفرتونو او دښمنیو ښکار ګرځوي.
لومړی : د خلکو حالت ته پام نه کول :
په دې ټکي کې د عامو خلکو په ګډون، امامان هم شامل دي. کله چې رسول الله صلی الله علیه وسلم خلکو ته لارښودنه کوي چې، کله تاسو خلکو ته لمونځ ورکوئ، یانې امامتي کوئ، نو لمونځ مو رالنډ کړئ، ځکه شاید په خلکو کې کمزوری، ناروغ او د اړتیا لرونکي کسان وجود ولري. او کله چې یوازې لمونځ کوئ، نو څومره یې چې اوږدولی شئ، اوږد یې کړئ. ))
د رسول الله صلی الله علیه وسلم دا حدیث اسلامي امت ته د یوې سالمې ټولنې د رامنځته کېدا یو بنسټ جوړوي. په ټولنه کې دوکاندار، موټر چلوونکی، ښوونکی، عسکر او هر ټولنیز کارمند په دې مکلف دی چې د سالمې ټولنې د رامنځته کېدا په خاطر د خلکو حالت ته پام وکړي، او بیا یو عمل ترسره کړي.
دویم : په دنیا پورې زړه تړل :
دا هغه ټکی دی چې رسول الله صلی الله علیه وسلم يې په اړه ښکاره ویلي چې، په دنیا پورې زړه تړل، په ټولنه کې د یوه کس د نفرت لامل کیږي، رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایې :
(( ازهد فی الدنیا یحبک الله، وازهد فی ما عند الناس یحبک الناس )) یانې دنیا ته ډېر زړه مه ورکوه، نو الله به درسره مینه وکړي. او مه د خلکو مالونو ته وږی اوسه، ترڅو درسره خلک مینه وکړي.
رسول الله صلی الله علیه وسلم موږ ته هغه لاره راښایې چې په ټولنه کې خلکو سره غوره مفاهمه غوره کړو، او د نفرت لامل یې ونه ګرځو. حسن بصری هم وایې چې، تر هغې یو انسان په ټولنه کې د عزت او محبوبیت خاوند وي، چې دخلکو مالونو یې ځان نه وي وږی کړی، او نه ورته حریص وی. کله چې انسان د خلکو مالونو ته وږی اوسي او دحرص ژوند غوره کړي، د خلکو د نفرت او ملنډو لامل وګرځي، او نه یې خبرو ته ارزښت ورکوي.
درېیم : سختي کول :
سختي کولو ترټولو هغه بنسټیز عامل دی چې دخلکو ترمنځ نفرت رازیږوي، او د زړونو ترمنځ واټن زیاتوي. الله جل جلاله هم رسول الله صلی الله علیه وسلم ته وایې، که ته چیرته تیز او سخت زړی وی، نو خلک به درنه شیندل شوی وي. دا په دې مانا چې د سخت زړي انسان ملګري نه وي، او په ټولنه کې د مفاهمې لپاره هیڅوک نه لري، خلک ترې متنفر کیږي. او په ټولنه کې یوازې پاتې وي.
څلورم : د وینا او کار ترمنځ مخالفت :
له خلکو سره ژمنه کول، او بیا يې نه پوره کول، خلکو ته یوه خبره کوله، او بیا بل کار کول هغه ناوړه پدیده ده چې په ټولنه کې دخلکو ترمنځ اړیکې سختې زیانمنوي، د خلکو ترمنځ د باور او اعتماد فضا له منځه وړي. داکار د ټولنې په هر قشر پورې تړاو لري، خو په ځانګړې توګه ددولت مسؤولین دلته ډېر مسؤولیت لري. ترډېره د دولت او د ولس ترمنځ د واټن دزیاتوالي اصلی عامل همدا کار ګڼل کیږي، چې ددولتي مسؤولینو خبره یوه، او کار یې بیا بل وي. داکار الله جل جلاله ته هم د غوسې عامل دی، فرمایې : دا الله جل جلاله ته ډېره د غوسې خبره ده چې، څه وایې او بیا یې نه کوې.
په پای کې دا یادونه کوم چې، که غواړئ د خلکو احترام ترلاسه کړئ، په زړونو کې يې ځای پیدا کړئ، او په ټولنه کې ښه ټولنیز تفاهم پيدا کړئ نو خپل شتون دې راحت او ارامتیا سرچینه وګرځوه، او په دې پوه شه چې ترهغې دې موقف ته نه شې رسیدلی او نه غوره تفاهم کولی شې ترڅو چې دې پورتني ټکي په عمل کې نه وي راوستي.
پای
Tagged with: افغاني ټولنه انسان ټولنه