يونس فرقاني
ويټامينونه د هغه موادو څخه عبارت دي چې د انساجو د ودې ، فعاليت او ساتنې له پاره ضروري دي . يا د غذايې موادو مهمه او حياتي برخه ويټامينونه دي .
ويټامينونه په حيواني او نباتي انساجو کې پيدا کېږي. ورځنى احتياج يې د عضويت له پاره کم دى، ويټامينونه په عمومي توګه د انسان په بدن کې نه جوړيږي ، بايد د غذا له لارې واخستل شي .
ويټامينونه او هورمونونه دواړه فعال مواد دي خو اساسي توپير يې دا دى چې هورمونونه تنظيم کوونکې مواد دي او د بدن په دننه کې جوړيږي، اما ويټامينونه مغذيې مواد دي او په بدن کې کم شمېر يې Vit_K او د B.Complex ځنې ويټامينونه جوړيږي او د غذا له لارې باېد واخستل شي .
ډاکتر (Funk) په ١٩١٢م کال کې د ويټامين نوم له دوه کليمو څخه (Vita) چې د ژوند معني لري او بل يې د امين(Amine) کلېمې څخه مشتق کړ.
پروفيسر (Drummond) په ١٢٢٠ م کال کې د (Amine) د کلېمې څخه دE د تورې د لرې کولو پيشنها وکړ او د قبول وروسته يې د ويټامين کليمه د استفادې وړوګرځېده او دا کليمه د خاص اوعام په خوله کې پريوته .
تر اوسه پورې ٢٢ ويټامينونه پېژندل شوي دي او نور ورپسې څېړنې روانې دي .
ويټامينونه هغه عضوي مواد دي چې په کمه اندازه په خوړلو کې د انسان او حيوان د ژوند د ادامې د نسل د توليد ، صحت نورماله نمو او ودې ،د ژوند د سالمې روزنې له پاره ضروري دي . د ويټامينونو مهمه وظيفه داده چې انزايمونه فعالوي او د کوانزايم په شکل عمل کوي ، پروتينونه فعالوي او په انزايم يې بدلوي ، بيا انزايم کېمياوي تعاملات مخکې بيا يې .
د ويټامينونو تاريخچه ( History of Vitamins)
ويټامينونه ډېر وروسته کشف شوي دي دا ځکه چې په ډير کم مقدار د نباتاتو په انساجو کې پيدا کېږي لمړنى عالم چې د ويټامينونو په باره کې يې کشفيات شروع کړه د Hop kin په نوم ياديده او يو ګروپ موږکان يې تر تجربې لاندې ونيول او داسې خوراک يې ورته ورکړ چې شکري ، شحميات ، پروتينونه او معدني مواد پکې وو او دا فکر يې کاوه چې دا څلور مواد مکمل غذايې مواد دي ولي د ويټامين څخه خبر نه وه. نو کله چې موږکانو ته مصنوعي غذا ورکړل شوه وليدل شو چې موږکان په بېلا بېلو ناروغېو باندې اخته شول ددې څخه داسې نتيجه لاس ته راغله چې ددې غذايې موادو څخه غېر نور مواد هم شته چې ژوند لپاره مهم او ضروري دي چې دا نامعلومه ماده د Accessory Factor په نوم سره ياده شوه او جهان ته يې اعلان کړه چې کله يې په طبعي خوراکونو سره موږکان تغذيه کړل نو صحت يې وموند کله چې ورته مصنوعي ډول غذا ورکړل شوه نو په مختلفو ناروغېو دوباره اخته شول.
ددوهم ځل له پاره چې ناروغو موږکانو ته طبعي خوراکه ورکړل شوه نو موږکان بېرته جوړشول نو ددې څخه داسې معلوميږي چې په طبعي خوراکه کې ځينې مواد شته چې د ژوند د بقا لپاره په کاريږي . او لومړۍ مادې ته يې Accessory Factor نوم ورکړ او د دنياعلماء دې ته متوجه شول او زيات مواد يې لاس ته راوړل نو کله چې دغه خوراکونه د خالصو خوراکونو سره يو ځاي شول نو حيوانات به نه ناروغه کېدل بيا دغه مواد يې تجزيه کړل نو دوى وليدل چې دې موادو د NH2 Aminګروپ درلوده او د ژوند لپاره مهمه ده نو ځکه د Vitamin په نوم سره ياد کړل.
څرنګه چې دا مختلفي مادې وې چې اول کشف شوې او په لاندې ډول طبقه بندي شوي دي:
د ويټامين (A) په نوم ، دوهم د ويټامين (B) اوداسې نور تر ويټامين (H) پوري نوم ورکړل شو ولي وروسته لدې څخه يې يو يو د تجربې لاندې نيول . پدي نږدې وختونو کې ځينې نور ويټامينونه هم کشف شول د ويټامين کلمه د لومړي ځل لپاره په کال (١٩١٢) ميلادي کې د Frank په واسطه استعمال شوه زياتره ويټامينونه په بدن کې نه جوړيږي ضروري ده چې په ورځني غذا کې شامل وي خو ددې ترڅنګ يو شمير حيواناتو لپاره ضروري نه بريښي چې په ورځينې غذا کې ورته ټاکلي ويټامينونه موجود وي او وجود يې پخپله جوړوي .
کله چې دغه ويټامينونه (Intestinal micro flora ) پواسطه جوړيږي لکه (Vitamin B-Complex) کورني ددې تر څنګ خوګ ، انسان او شادي ويټامين (C) نشي جوړولی بايد په خوراک کې یې واخلي.
د ويټامينونو د کمښت ستونزې يا خو په غذا کې د ټاکلي ويټامين نه موجوديت په وجه منځته راځي او يا هم د ناروغي يا نورو موادو په وسيله هغه ميکانيزم له منځه ځي چې د ويټامين د جذب سبب ګرځي .
کله چې صفراوي مالګې کمې وي نو په شحم کې منحل ويټامينونه سم نه جذبيږي د کولمو په ناروغۍ کې هم ورته ستونزې منځته راځي د ويټامين کمبود او يا هم نشتوالي نه يواځې دا چې يو حيوان کې د ټاکلي علايمو د ښکاره کېدو سبب ګرځي بلکې هغوي د توليد د روزني له پلوه خورا د اهميت وړ دي .