د افغانستان ولسي جرګې د ټليفونونو د کرېډټ کارټونو لس فيصده ماليه چي له مصرف کوونکو څخه اخيستل کېدل، رد کړل.
ولسي جرګه وايي، د کرېډټ کارټونو مصرف کوونکي مکلف نه دي، چي په دې برخه کي د خپل لګښت لس فيصده ماليه ورکړي. د يادي جرګې غړو پرون د چهارشنبې په ورځ په عمومي غونډه کي وويل، حکومت او په تېره د مخابراتو وزارت نه دی توانېدلی، چي په وروستيو شاوخوا دوو کلونو کي، د يو منظم برېښنايي سيسټم له لارې د کرېډټ کارټونو د مصرف کوونکو کره لګښت معلوم کړي.
دوی وويل، دغه ماليه د مخابراتي شبکو د اسنادو پر مټ دولت ته ورکول کيږي، چي شفافيت پکښي نه دی ليدل سوی. د افغانستان د اساسي قانون له مخي ولسي جرګه د قوانينو د تصويبولو، ردولو او پکښي د بدلونونو د راوستلو صلاحيت لري.