خبريال: سيد حميد هاشمي
ولسي جرګه د افغانستان په اړه د پاکستان ژمنو ته د شک په سترګه ګوري او له ولسمشر اشرف غني غواړي، چي اوسنيو شرايطو ته په پام سره د ياد هېواد د پوځي چارواکو په غوښتنه دې پاکستان ته سفر ونه کړي.
ولسمشر اشرف غني، يوه اوونۍ وړاندي د پاکستان له لوى درستيز جنرال قمر باجوه سره د ليدو پر مهال د سيمي د امنيت، دوه اړخيزه اړيکو، سولي او ثبات، له ترهګرۍ سره د مبارزې، د سوداګرۍ او ټرانزيټ اړيکو، د دواړو هېوادونو ترمنځ د منځمهاله او اوږدمهاله او نورو موضوعاتو په اړه خبري اتري وکړې.
کابل ته د پاکستان د لوى درستيز له سفر وروسته د هېواد ولسمشر له يو شمېر جهادي او سياسي مشرانو سره ليدنه کړې ده. باجوه په دغه سفر کي له ولسمشر اشرف غني غوښتنه کړې وه، چي پاکستان ته په رسمي سفر ورشي.
د ولسي جرګې يو شمېر غړي، پاکستان ته د ولسمشر بلنه د ډيپلوماټيکو اصولو خلاف کار بولي او له ولسمشر يې غوښتنه وکړه، چي ياد هېواد ته له تللو ډډه وکړي. د جرګې غړي وايي، باجوه کابل ته په خپل سفر کي د ډيپلوماټيکو اصولو خلاف له ولسمشر څخه پاکستان ته د سفر غوښتنه کړې ده، په داسي حال کي چي دغه بلنه بايد د ياد هېواد د ولسمشر، لومړي وزير او پارلمان له لوري شوې واى، خو ولسمشر د ياد پوځي مقام غوښتنه منلې ده.
د دوی په وينا، سوله د افغانانو اړتيا ده، خو ولسمشر بايد د باجوه په غوښتنه پاکستان ته لاړ نه شي، بلکي خپل دويم مرستيال يا د سولي عالي شورا مشر محمد کريم خليلي دي ولېږي.