ولسمل: د کال له پيله تراوسه مو ۴۰۰ ميليونه افغانۍ عوايد راټول کړي دي

د کندهار د ښاروالۍ چارواکي وايي، چي د مالي کال له پيل راهيسي تراوسه دوی ۴۰۰ ميليونه افغانۍ عوايد را ټول کړي، چي د تېرکال په پرتله زياتوالی ښيي.

د کندهار ښاروال روښان ولسمل وايي، چي د اټکل له مخي به دوی د۱۳۹۶ لمريز کال تر پايه څه باندي ۸۰۰ ميليونه افغانۍ عوايد لاسته راوړي.

نوموړي زياته کړه، نه يوازي دا چي د عوايدو لوړوالی دی، بلکي ددوئ په ښار کي د اقتصادي ودي او پرمختيا لپاره کار کيږي او له دغو عوايدو څخه د پراختيايي پروژو او ساختماني پروژو د تکميل لپاره ګټه اخېستل کيږي. ښاغلي ولسمل وايي، چي تېرکال په ټولېز ډول د کندهار د عوايدو کچه ۵۱۰ ميليونه افغانۍ وه.

x

دا هم وګورئ

په کندهار کي شلو تنو حيواني ډاکټرانو ته د مصنوعي القاح روزنه او وسایل ورکړل سوه

رپوټ: مهتمم صالح د کندهار د کرهڼي ریاست له خوا د USAID اې وي سي ...