د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت د سرپرست وزير شهزاد اريوبي په مشرۍ د اليکترونيکي تذکرو اړوند د همغږۍ کمېټې ناسته ترسره شوه. په دغه ناسته کي د مخابراتو او معلوماتي ټيکنالوجۍ وزارت د تخنيکي مسولينو تر څنګ د نفوسو د ثبت ادارې رئيس او د GTR شرکت رئيس ګډون کړی و.
د همغږۍ کمېټې غړو د اليکترونيکي تذکرو لپاره د امادګيو، مرکزونو، تجهيزاتو، د وېش ميکانيزم او نهايي پړاو په اړه معلومات ورکړل. سرپرست وزير د همغږۍ کمېټې له کارونو رضايت وښود او ژر تر ژره يې د دې ملي پروسې د پېلولو هدايات ورکړل.
د اليکترونيکي تذکرې اړوند ټولې تخنيکي چاري او د معلوماتو ثبت د مخابراتو او معلوماتي ټيکنالوجۍ اړوند کيږي، چي په لنډ وخت کي يې چمتووالی ونيو او ډېر ژر به د تذکرو وېش پېل شي.
هيواد راډيو تلوېزيون هيواد راډيو تلوېزيون