ولسمشر غني وايي، چي د ترهګرو د پلانونه شنډولو په برخه کي دي جدي اقدامات وسي

ولسمشر امنيتي مسٔوولينو ته لارښوونه وکړه چي د ترهګرو ډلو د ځپلو او د هغوى د پلانونو شنډولو ته جدي پاملرنه وکړي.

له ارګ په رالېږل سوې خبرپاڼه کي راغلي چي د ولسمشر محمداشرف غني په مشرۍ د وسله والو ځواکونو د اعلی سرقومندانۍ غونډه پرون په ګلخانې ماڼۍ کې جوړه سوه.

ولسمشر په دغه غونډه کي امنیتي مسٔوولینو ته لارښوونه کړې، چي د خلکو د امنیت د تامین او د ترهګرو ډلو د ځپلو او د هغوی د شومو پلانونو شنډولو ته دې جدي پاملرنه وکړي.

دغه راز اشرف غني د هېواد امنیتي او دفاعي ارګانونو مسٔوولینو ته لارښونه وکړه چي د کابل په لویدیځ کينوې امنیتي حوزه راروانه اوونۍ افتتاح کړي.

x

دا هم وګورئ

تېره میاشت په کندهار کي د شري ناروغۍ ۱۹۰ ناروغان بستر سوي دي

رپوټ: مهتمم صالح په کندهار کي د سينه بغل او نورو ناروغيو تر څنګ کوچنيان ...