ولسمشر غني تیر ماښام په یوه رسمي سفر د لوړپوړي دولتي پلاوي په مشرۍ د ترکمنستان پلازمیني، عشق اباد ته ورسېد

ټاکل سوې ولسمشر غني نن ته د ترکمنستان د جمهور رييس قربان‌قلي بردي محمدوف سره د کتني سربېره د افغانستان اسلامي جمهوریت او ترکمنستان ترمنځ د ستراتېژیک مشارکت تړون لاسلیک او د ترکمنستان د بهرنیو چارو وزارت د بین المللي اړیکو، په انستیتیوت کي وینا وکړي.
دغه راز به د افغانستان او ترکمنستان د اړوندو مقاماتو ترمنځ د یو شمیر همکاریو تفاهمنامي او یادښتونه هم د دواړو هېوادونو د جمهوررئیسانو په حضور کي لاسلیک سي.
x

دا هم وګورئ

تېره میاشت په کندهار کي د شري ناروغۍ ۱۹۰ ناروغان بستر سوي دي

رپوټ: مهتمم صالح په کندهار کي د سينه بغل او نورو ناروغيو تر څنګ کوچنيان ...