خبريال: عبدالرحمن (کاکړ)
په هرات کي د امنيتي خبرو اترو شپږم نړيوال کنفرانس په داسي حال کي پای ته ورسيدی، چي ګډون کوونکي يې بې پايلي او د وخت ضايعه کيده بولي.
ددوی په وينا دغه کنفرانس هرکال جوړيږي، خو کومه عملي پايله يې نه ده لرلې، دا شپږم کال دی، چي هرات کي د امنيتي خبرو اترو نړيوال کنفرانس جوړيږي. دغه کنفرانس کي د افغانستان سيمي او نړۍ د چارو کارپوهان او څېړونکي برخه لري، چي لسګونه زره ډالره لګښت باندي راځي.
ددغه کنفرانس ګډون کوونکي د عملي لارو چارو پرته دغه کنفرانس د وخت ضايعه کيده او د پروژې اجراکول بولي. دوی وايي، تېر کي هم دا ډول کنفرانسونه جوړسوي دي، خو کومه مثبته پايله يې نه ده لرلې، دوی ټينګارکوي، چي که چيري افغانستان کي د بهرنيو د لاسوهنو مخنيوی وسي، نو کيدای سي، هيواد دايمي سولي ته ورسيږي.
دغه کنفرانس د افغانستان د ستراتيژيکو مطالعاتو د انسټيټيوټ له لوري جوړيږي، چي مشري يې داود مراديان کوي او لګښت يې د يو شمير بهرنيو بنسټونو له لوري ورکول کيږي. ددغه کنفرانس د جوړولو پرمهال هر کال د هرات ښار ځيني برخي تړلي وي، چي له امله يې هټيوالو ته هم مالي زيان اوړي.
ددوی په وينا دغه کنفرانس د هيواد پر امنيت کوم مثبت اغيز نه لري او يوازي د يو شمير محدودو کړيو لپاره د پروژې ترلاسه کولو په موخه اجرا کيږي. خو ددې کنفرانس په لاره اچونکی بيا وايي، چي دا کنفرانس لنډ مهاله پايلي نه لري او کيدای سي، په اوږد موده کي يې پايلي مثبتي وي.