ګل رحمن رحماني
د پښتو ګرامر په اړه که څه هم عمومي او کله کله له ژبپوهنيزو کليشو نا خلاص اثار خپرېدل، خو په دې وروستيو کې د پوهنتون د ځوانو استادانو او ليکوالو له خوا د پښتو ژبپوهنې اختصاصي څانګو ته هم پاملرنه شوې او بېلابېل ځانګړي اثار خپاره شوي دي. د دې لړۍ يوه بله ارزښتمنه کړۍ د ژبپوه او د پوهنتون د استاد، پوهنيار اغا شرين شهباز ځانګړى اثر( نومځرى) دى چې اوس اوس له کابل نه سمون خپرندويه ټولنې په ١٢٠مخونو کې خپور کړى دى.
کتاب د ازادو مورفيمونو له ډلې نه ضمير pronoun ته ځانګړى شوى او ښاغلي ليکوال ددې ډلې له نورو برخو سره د ضمير په تړاو هر اړخيز بحث کړى دى. د ضمير اوړن، ډلبندي، له فعل، معفول او جملې سره د ضمير هر اړخيزه اړيکې د څېړنې نورې برخې دي. کتاب ټولټال پينځه څپرکي لري او ليکوال هڅه کړې چې بېلابېل حالتونه د نوو بېلګو په رڼا کې روښانه او وڅېړي.
ليکوال په خپله ليکنه کې د کتاب د موخو په اړه وايي: د تحصيل پرمهال يې د ضمير په تړاو ستونزې درلودې او اوس چې کله ژبه تدريسوي، نو محصلين ورڅخه په دې تړاو خپلې ستونزې مطرح کوى چې دى دغه ځانګړي څېړنې ته اړ کړ. د پښتو تشريحي ژبوهنې په برخه کې دا لومړى ځل دى چې د ضمير په تړاو اختصاصي کتاب چاپېږي، د کتاب چاپ دې، ليکوال، خپرندويې ټولنې او د پښتو ژبې ټولو مينه والو ته مبارک وي.