ننګرهار: د سوداګرو مېرمنو اقتصادي فعاليتونه پراخ سوي دي

د ننګرهار د کرني او مالدارۍ رياست مسؤلين وايي، په دغه ولايت کي له کرنيزو محصولاتو څخه د افغان سوداګرو مېرمنو اقتصادي فعاليتونه د ښه کېدو په حال کي دي.

د ننګرهار د کرني او مالدارۍ رئيس رفيع الله رحيمزی وايي، په دې وروستيو کي شل تنه ښځو ته له روميانو څخه د کيچپ او روبو جوړولو ۵ ورځنۍ پروګرام هم عملي سو.

نوموړی وايي، دغه پروګرام د کرني رياست لخوا د څه باندي ۲۲ زره ډالرو په ارزښت پلی سو، چي د پروګرام د لګښتونو تر څنګ روزل سوو ښځو ته د کار د پيل په هدف وړيا مرستي هم پکي شاملي دي. د کرني رئيس  وايي، په ننګرهار کي ښځي تر ډېره د کورنيو باغچو د جوړولو، د چرګانو د فارمونو او کرنيزو تخمونو د توليد په برخه کي په فعاليت بوختي دي.

x

دا هم وګورئ

په کندهار کي شلو تنو حيواني ډاکټرانو ته د مصنوعي القاح روزنه او وسایل ورکړل سوه

رپوټ: مهتمم صالح د کندهار د کرهڼي ریاست له خوا د USAID اې وي سي ...