لیکنه : احمدجنید مبارز
رسول الله صلی الله عليه وسلم يو ځلي ټوله شپه په ژړا تیره کړه او تر سهاره يې په لمانځه کي دا ایت وایه :
(إِنْ تُعَذِّبْهُمْ فَإِنَّهُمْ عِبَادُكَ وَإِنْ تَغْفِرْ لَهُمْ فَإِنَّكَ أَنْتَ الْعَزِيزُ الْحَكِيمُ) سورة المائده ـ الاية ۱۱۸
ژباړه : اې خدايه ! که ته دوی په عذاب کړې (ستا اختيار دی)، دوی ستا بنده ګان دي (مالک اختيار لري چي خپلو بنده ګانو ته د ګناه په بدل کي سزا ورکړي) او که ته دوی ته مغفرت وکړې (نو هم ستا اختیار دی)
بېشکه ته، هم ته غالب يې او د حکمت څښتن يې (معافي به دي د حکمت موافق وي) بیان القران.
د امام ابو حنيفه رحمه الله په اړه راغلي دي چي یوه شپه يې ټوله لاندنی ایت په لمانځه کي لوستی او ژړل يې :
(وَامْتَازُوا الْيَوْمَ أَيُّهَا الْمُجْرِمُونَ) سورة یس ـ الایة ۵۹
ژباړه : جلا سئ اې مجرمانو ! نن ورځ ، ( په دنيا کي خو تاسو او سپېڅلي خلګ ګډ اوسېدلاست).
#یادونه: د قيامت په ورځ به ګنهکاران جلا وي او سپېڅلي خلګ به جلا وي، د الله تعالی دغه حکم چي سړی واوري هر څومره چي سړی وژاړي، لږ ده ځکه معلومه نه ده چي موږ به د ګنهکاران په ډله کي يو او که به د سپېڅلو خلګو په ډله کي.