مدني فعالان: روزګان کي کليوالي سړکونه په ډېر ټيټ کيفيت جوړيږي

خبريال: اجمل وصال

د روزګان مدني فعالان او ځايي اوسېدونکي وايي، ددې ولايت په يو شمير سيمو کي د کليو پراختيا او بيارغوني د رياست لخوا کليوالي سړکونه په ټيټ کيفت جوړيږي، چي په لنډ مهال کی يې د له منځه تلو وېره سته.

له بلي خوا مسوولين د خلکو د څرګندونو برخلاف وايي، موخه يې په ښه کيفيت د سړک جوړونه نه، بلکي خلکو ته د کار پيدا کول دي. دوې اوونۍ مخکي د روزګان د کليو پراختيا او بيارغوني د رياست لخوا د ۳۴ کيلومتره کليوالي سړکونو د جغل اچوني چاري پيل سوې، خو اوس مهال د روزګان مدني فعالين او خلک د کليوالۍ سړکونو روانه پروژه بې کيفيته بولي او وايي، په لږ وخت کي يې د له منځه تلو وېره سته.

دوی وايي، د قرارداد له مخي د هر کيلومتر سړک د جوړېدو په بدل کي شپږ زر امريکايي ډالر د وزارت لخوا ورکول کيږي، خو وايي، د کليوالي سړکونو روانه پروژه د هغه معيار پر بنسټ نه ده، کوم چي په قرارداد کي ذکر سوی دی.

د روزګان د کليو پراختيا او بيا رغوني د رياست مسوولين وايي، په مرکز ترينکوټ کي د کليوالۍ سړکونو روانه پروژه د کليوالي شورا لخوا پلي کيږي، چي دغه رياست يې تل نظارت کړي دی. ددغه رياست مشر شمس الرحمن شينواری وايي، د کليوالي د سړکونو د جغل اندازۍ د پروژې څخه د وزارت موخه د سړکونو څخه د کليوالو تګ راتګ او ترڅنګ يې بې روزګاره کسانو ته د کار پيدا کول دي.

شينواری وايي، که څه هم سړک په ټيټ کيفيت جوړيږي، خو خلکو ته د کار کولو زمينه برابره سوې ده. په روزګان کي تر دې مخکي هم ګڼي پروژې پلي سوي دي، چي د ټيټ کيفيت له امله د لنډي مودې وروسته يا له منځه تللي او يا هم د له منځه تللو په حال کي دي.

x

دا هم وګورئ

تېره میاشت په کندهار کي د شري ناروغۍ ۱۹۰ ناروغان بستر سوي دي

رپوټ: مهتمم صالح په کندهار کي د سينه بغل او نورو ناروغيو تر څنګ کوچنيان ...