راپور: اجمل وصال
بلخوا د لاري د بندیدو له امله په ښارکي د خوراکي او نورو توکو بیي لوړي سوي او خلک له ګڼو ستونزو سره مخ دي.
شپږ ورځي مخکي د روزګان کندهار لویه لاره ګڼو لاریون کوونکو تر هغه وروسته وتړل چي د لویي لاري په هغه سیمه کي چي په کندهار پورې اړوند ده نا امنۍ زیاتي سوي او سته پولیس ورته سرخوږی جوړ وي.
لاریون کوونکي وایي، لاره به یې تر هغه تړلې وي چې ږغ یې نه وې اوریدل سوی.
بلخوا د لویي لاري د بندېدو له امله په ښارکي د خوراکي او غیري خوراکي توکو بیې لوړي سوي او خلک له ستونزو سره مخ دي.
دوکانداران او هټۍ وال وایي، که لویه لاره خلاصه نه سي نو خلک به ناوړه حالت سره مخ سي.
د روزګان ولایتي شورا وايي، د تیرو څو ورځو راهیسي د کندهار سره د لوی لارې بندیدو نه یوازي د توکو بیي لوړي کړي بلکي په وینا یې د لارې دواړو خواو ته سلګونه مسافرهم بند پاته دي.
ولایتي شورا د کندهار او روزګان له دولتي چارواکو غواړي چي ستونزه هواره او عام خلک د موخو ښکار نه کړي.
د روزګان ولایت مرستیال والي عبدالواحد پټان وایي، سته ستونزه د کندهار امنیتي سیمه پورې اړونده ده او دوی په دې اړه له مرکز کابل او کندهار سره هم خبرې کړي
لاهم معلومه نه ده چي دغه لویه لاره به تر کله د لاریون کوونکو لخوا تړل وي.