فيصل: له هوايي حملو وروسته وسله والو طالبانو خپل تکتيک بدل کړی دی

افغان حکومت وايي چي وسله‎والو طالبانو په هوايي حملو کي د درنو تلفاتو له ليدو وروسته د جبهه ‎يي جګړو پرځاي د ځانمرګو حملو تکتيک غوره کړي.

په تيره يوه اوونۍ کي په کندهار ، پکتيا، او غزني کي د طالبانو په حملو کي لسګونه افغان سرتيري مړه او ټپيان شول.

د اجرائيه رياست مرستيال وياند جاويدفيصل رسنيو ته وويل چي د افغان پوځ په هوايي حملو کي د ګڼ شمېر وسله‎والو له وژلو وروسته طالبانو خپل تکتيک بدل کړي او د جبهه‎يي جنګ پرځاي يې انتحاري حملو ته مخه کړې. ښاغلي فيصل همدا راز وويل چي حکومت به د سولي لپاره هڅو ته د پخوا په شان دوام ورکړي.

x

دا هم وګورئ

تېره میاشت په کندهار کي د شري ناروغۍ ۱۹۰ ناروغان بستر سوي دي

رپوټ: مهتمم صالح په کندهار کي د سينه بغل او نورو ناروغيو تر څنګ کوچنيان ...