فرحان یوسفزی د افغانستان ولسمشر او د کرکټ بورډ
اعلی سرپرست محمد اشرف غني له خوا د افغانستان کرکټ
بورډ ادارې د نوي عمومي مشر او د کرکټ بورډ د غړي په توګه د پخواني رئیس
عزیزالله فضلي پر ځای وټاکل سو.
فرحان یوسفزی د پروفیسر محمد نبي یوسفزي زوی دئ، چي په ۱۳۶۲ل کال کي پيدا سوی دئ، چي
لوړي زده کړي یې په ۱۳۸۷ کال کي د امریکا په هلټ بوسټن پوهنتون د Hult International Business School او بیا یې په داغه پوهنتون کي په ۱۳۹۷ل کال کي په سوداګرۍ او رهبرۍ
کي ماسټري کړې ده.
د یادوني وړ ده، چي د ډيرو کرکټ پوهانو په نظر پخواني رئیس عزیزالله فضلي
په افغان ملي لوبډله کي زیات مثبت تغیرات راوستل او د ډیرو په نظر میراثي کرکټران
ئې د ملي لوبډلي څخه ایسته کړل.