له ډېر ځنډ وروسته يو ځل بيا د افغانستان، پاکستان، چين او امريکا استازي د افغانستان د سولي په اړه غونډه کوي.
دا غونډه د عمان په پلازمينه مسقط کي جوړيږي. د افغانستان د سولي عالي شورا وايي، دا ځل غونډه په داسي حال کي ترسره کيږي، چي په پاکستان باندي د امريکا لخوا مخکي له مخکي فشارونه وارد شوي او د همدې لپاره دا غونډه کيدای شي، متفاوته ثابته شي.
د سولي عالي شورا د نړيوالو اړيکو سلاکار اسماعيل قاسميار وايي، په څلور اړخېزه غونډه کي به ګډونوال د افغانستان د سولي په اړه په هغو مسايلو خبري وکړي، چي په پخوانيو غونډو کي پرې بحث شوی و. له وسلهوالو طالبانو سره د افغان حکومت د سولي په باب د افغانستان، پاکستان، امريکا او چين لومړۍ څلور اړخېزه غونډه د ۲۰۱۶ کال د جنورۍ په لومړۍ نېټه په اسلام اباد کي سوې وه.