بېړنی خبر: په هلمند کي د ملي اردو پر یوه پوسته موټر بم برید سوی

د لوموړنیو معلوماتو له مخي دغه چاودنه نیم ساعت وړاندي د هلمند د نادعلي ولسوالۍ په سیمه کي د قاري پر پوسته تر سره سوې ده.

له سیمي څخه زموږ خبریال وايي، په دغه چاودنه کي تر اوسه د دریو تنو د ټپي کېدو خبر ورکول سوی چي دوه تنه د ملي اردو سرتیري او یو ملکي کس دی.

تر اوسه په دې اړه د دولت کومي وسله والي مخالفي ډلي څه نه دي ویلي.

x

دا هم وګورئ

تېره میاشت په کندهار کي د شري ناروغۍ ۱۹۰ ناروغان بستر سوي دي

رپوټ: مهتمم صالح په کندهار کي د سينه بغل او نورو ناروغيو تر څنګ کوچنيان ...