د کندهار د پرمختیايي چارو په برخه کي د مرکزي حکومت له لوري څلویښت د بیارغوني پروژې منظور سوي

راپور: عبدالمنان ارغند

کندهار ته د مرکزي حکومت له خوا ورته څلویښت هغه پروژې منظور سوي دي چي د کندهار د ولایتي ادارې له خوا په پرمختیایې پلان کي شاملي سوي وي.

د کندهار د اقتصاد ریاست ریس محمد رحیم رحیمي وایي، چي د کندهار ولایت له خوا د یو شمیر لویو او کوچنیو پرمختیایې پروژو پلانونه مرکز ته استولي وه چي له دي پروژو څخه څلویښت یې د ۱۳۹۷ لمریز کال په پرمختیایې پلان کي شاملي سوي دي.

نوموړی وایي، چي په دي پروژو کي ډیری یې د کندهار لپاره حیاتي ارزښت لري.

د کندهار اوسیدونکي وایي، چي په کندهار کي ډیره کمه بیارغونه سوي ده ، ځکه خو اړینه ده چي په دغه ولایت کي د بیارغوني په برخه کي زیات اقدامات تر سره سي.

دوی له مرکزي حکومت څخه غواړي چي د کندهار د پرمختیایې چارو په برخه کي پاملرنه ډیره کړي.

د کندهار ولایت خلک دا مهال د د لویو لارو په پاخه او اساسي ډول جوړیدو، د اوبو د لویو بندونو او ورته نورو لویو حیاتي پروژو ته اړتیا لري خو ډیر وختونه د کندهار سهم د نا امنیو په بهانه نورو ولایتونو ته ورکول کیږي چي دي کار ډیری کندهاریان پر حکومت بې باوره کړي دي.

x

دا هم وګورئ

تېره میاشت په کندهار کي د شري ناروغۍ ۱۹۰ ناروغان بستر سوي دي

رپوټ: مهتمم صالح په کندهار کي د سينه بغل او نورو ناروغيو تر څنګ کوچنيان ...