راپور: محمد یار مجروح
که څه هم د ټکنالوژۍ راتګ سره ډیری توکو خپل اصلی نرخ بایللی خو په کندهار کي د لاسي جوړو سوو تسبو بازار ورځ تر بلي د ښه کېدو په حال کي دی او ډیری اسلامي هیوادونو ته په زیاته اندازه صادریږي.
د لاسي جوړو سوو ډبرینو تسبو هنر له کلونو راهیسي په افغانستان کي دود دی خو کندهار د هیواد په کچه د غوره تسبو تولیدونکی ولایت بلل کیږي.
له ډبرو څخه په لاس جوړي سوي تسبې د هیواد دننه سربیره په بهرنیو هیوادونو کي زیات مینوال لری او پدې ورستیو کي یې بهر ته صادرات هم زیات سوي دي.
د ډبرو ماتول، توږل او ورڅخه روغي تسبیح جوړل کومه اسانه خبره هم نده.
په لاس د جوړو سوو تسبو قیمت له ۳۰۰ افغانیو څخه تر ۵ زره پوري دی خو د کابلۍ ډبري څخه جوړي سوي يې تر ټولو لوړ قیمت لري.
میانکویاني، کلاتۍ، ماهیپر، جلال ابادۍ، کابلۍ او د کندهار شامقصودۍ يې تر ټولو مشهوري ډبري دي.
ددغه هنر ماهرین وايي، که څه هم دولت ورته خاصه پاملرنه نده کړې خو د کندهارۍ تسبو تر ټولو ښه مارکیټ د ایران بازارونه دي.
روانو جګړو په افغانستان کي د ډیری صنعتونو تر څنګ په لاس د جوړو سوو تسبو صنعت له پامه غورځولی دی.
ددې تر څنګ په افغانستان کي د نا امنۍ له امله خلګ پر خپل سر د قیمتي ډبرو او نورو توکو معدنونه کاږي او بهر ته په غیر قانوني ډول قاچاقیږي.
هيواد راډيو تلوېزيون هيواد راډيو تلوېزيون