د ۲۱۵ میوند قول اردو ۷ تنه امنیتي ځواکونو ته د هرات کندهار د لوی لاري پرسر د ملکي کسانو د لوټلو په جرم د ۱۵ او ۱۲ کلنو بند سزا ورکول سوه

راپور: جواد داوري

دا په لښکرګاه ښار کي د هغه لس نظامي کسانو او یوه تن ملکي عالني محاکمه ده ، چي د کندهار هرات پر لویه لاره يي ملکي کسان لوټل.

د ۲۱۵ میوند قول اردو د څلورمي لوا د لومړي کنډک اړوند یوه اوه کسیزه امنیتي پوسته چي د هلمند ولایت د واشیر ولسوالۍ په سنګیلان سیمه کي شتون درلودی د څلورو نورو ملګرو په ملتیا د سړک پر سر د ملکي کسانو د لوټلو تور پري پوري دي.

خو دغه نظامي کسان د تر سره سوي جرم نه مني او تور پوري کوي چي د څیړنو پرمهال شکنجي ورکول سوې ده.

د یادي علني محکمي له لوري دغلا په تور نیول سوي  او تنه د ملي اردو سرتیرو او او د یو ملکي کس په ګډون د سرحدي ځواکونو دري تنه سرتیرو ته د ملکي کسانو څخه د لوټل سوو، مالونو د ورکړي تر څنګ له پنځلس څخه تر لسو کلنو بند سزا ورکول سوه.

بل خوا د ملي دفاع وزارت د نظامي څارنوالۍ او محاکمې ریس وايي: د ملي اردو ځواکونو له لوري دا ډول قضیو درلودونکي به ټوله په عالني ډول محاکمه کړي.

ډير کله پر نظامي کسانو د د زورونو او غلا نیوکي کیږي. خو خلګ د دا ډول علني محکمو پرمهال د نظامي کسانو محاکمه کیدل ستايي.

x

دا هم وګورئ

تېره میاشت په کندهار کي د شري ناروغۍ ۱۹۰ ناروغان بستر سوي دي

رپوټ: مهتمم صالح په کندهار کي د سينه بغل او نورو ناروغيو تر څنګ کوچنيان ...