زموږ د بیلوالي دلایل

 

ليکنه :عبدالواسع هاشمي
که ټولني ته ځیر سو، وینو چي د مختلف قشر کسان یو له بل سره پر بیلابیلو لویو او وړو موضوعاتو اختلاف لري او د دې اختلاف کوونکو اکثره قاطع یې د علم څخه برخمن هم دي، اوس پوښتنه دا ده، چي د دې اختلاف تر شا کوم، کوم عوامل پراته دي ؟ ولي دا اختلاف او بیلوالی ورځ تر بلي مخ پر وده روان دی؟ غواړم دې پوښتنو ته په دې لنډه لیکنه کي ځواب ووایم.
انسان مفکر مخلوق دی او د هري ورځي په تیریدو یې فکر د ودي پر لور تکامل کوي، علم، تجربه او اړیکي یې د تغیر په حال کي دي او هغه څه چي فرد فرد یې د خپل واقعیت او ماحول څخه زده کوي هغه هم بیل بیل دي، مګر ستونزه دا ده چي د علم لرونکو اشخاصو د علمي او معلوماتي برخي د بډایني سره جوخت هغوی د ټولني د نورو عالِمو وغیره کسانو سره د خپلو زیاتو معلوماتو د واټن په خاطر بغض او کینه پیدا کوي له هغوی سره اړیکي خوند نه ورکوي او د حقارت په سترګه ورته ګوري.
داسي کسان دوو ډلو ته ویشلای سو، یو هغه چي د دین په جزیاتو او استحبابي مسایلو کي یې ژوره پوهه تر لاسه کړې وي، او تر نورو یې په دین ډیر سر خلاصیږي، بل هغه دي چي د اوسنۍ نړۍ د تمدن او پرمختګ په برخه کي یې معلومات اوج ته رسیدلي وي او د ټکنالوجي، ساینس او نورو پر مختګونو په اړه خورا زیات کمال او پوهه لري.
دواړې ډلي چي کله خپلي ټولني ته ګوري او د خلکو تعامل او برخورد ویني له وروسته پاته حالته یې زوریږي، او دا زورېدنه ورځ تر بلي زور اخلي، په بغض او کینه بدلیږي، له ټولني واټن پیدا کوي، له نورو لیري ګرځي، آن تر دې چي د خپل کورنۍ له غړو سره یې هم تاوتریخوالی پیدا کیږي. او په پایله کي ټولنه هم له داسي خلکو سره حساسیت پیدا کوي او د مغرورو، پوکګرانو او ناسمو خلکو په سترګه ورته ګوري، یا خو فکر کوي چي موږ او دوی توپیر لرو موږ د دوی په څیر نه سو جوړیدلای، زموږ وخت تیر دی او دا هر څه زموږ له واکه وتلي دي.
ددې وروسته په ټولنه کي د اختلاف، بیلوالي او عناد لمبې ورو ورو مخ په ډېریدو رواني وي. چي له کبله یې ټولنه بې ثباته کیږي، یو پر بل اعتماد او باور لمنځه ځي، تر دې چي څوک زړه نه ښه کوي چي خپل فکر او باور یو له بل سره شریک کړي، ځکه وېره لري چي خدای مه کړه له دې لاري ضرر او بد نامي را ونه رسیږي. هیڅ څوک کوښښ نه کوي چي داسي خبره وکړي چي په ټولنه کي یې نوي اورېدل سوې.
اصلاً دا هر څه د ځینو غلط فهمیو یا غلطو برداشتونو او باورونو په خاطر رامنځ ته کیږي، ځکه د داسي اشخاصو انګیرنه دا وي چي ټولنه هم په هغه موضوعاتو او پرمختګونو باندي پوهیږي کوم چي موږ ورڅخه خبر یو، بیله دې څخه چي خپل اولنی ( بې علمه )حالت ور پیاد کړي، د ترحم په خاطر پر نورو لورینه وکړي، د ماشوم په ژبه او پوره حوصله یې ستونزه ورته حل کړي، پر ځای یې بغض او کینه پیدا کوي او له نورو څخه واټن پیدا کوي، دا حالت په ټولنه کي د اختلاف، بیلوالي، وروسته پاتوالي او ټولنیز ګډوډي سبب کیږي. داسي ټولني ورځ تر بلي له دین او پرمختګه ليري پاتیږي او د ټولني هغه قشر چي تمه ورته کیږي ددې پر ځای چي ټولنه له هر اړخیزه ورسته پاتي والي څخه خلاصه کړي ، پر ځای یې یو د بل پښې وهي او ټولنه د اختلاف، بیلوالي او ګډوډي لوري ته سوق کوي.
نو که غواړو چي په ټولنه کي مو هر اړخیز پرمختګ راغلی وي، ټولنه مو د شته ستونزو څخه خلاصه کړې وي او د ورورولۍ پر لور مو مخه کړې وي ، ددې پر ځای چي زموږ په اند تر موږ وروسته پاتي راته معلومیږي له هغوی سره د واټن او کینې پر ځای هغوی ته غاړه ورکړو، رحم ورباندي وکړو او په ارامه یې سر ورخلاص کړو. د بله اړخه هغه کسان چي په لویو یا کوچنیو مسایلو او موضوعاتو کي تخطياني لري یا هم قصداً ځیني غلط کارونه کوي، جرأت وکړو او ورسره کښینو بحث ورسره وکړو تر څو هم خپل غلط فهمي درک کړو او هم مو ستونزو ته د پای ټکی ایښی وي.

x

دا هم وګورئ

په فیسبوک کي د یوه ځوان د یوې پیغلي څخه ځان د پیژندني غوښتنه

لیکنه:  احمد جنید مبارز یوه بي باکه ځوان د بې ځایه او ناوړه مقصد لپاره ...