روغ ژوند / نوراحمد ناصري

ليکوال: نوراحمد ناصري

که موږ تاسي وګورو هر هغه څوک چي ښه ډیري پيسې او شتمني ولري ولي که روغ صحت ونه لري ژوندبه يې له ستونزو څخه ډک وي او برعکس که يوڅوک هيڅ مال او شتمني هم ونه لري او روغ صحت ولري وايي به”هرڅه لرم ” نولازمه يې بولم چي ووايم ، بيله روغ صحت څخه خوشحاله ژوند ممکن نه دی.

درنو لوستونکولومړی به روغتيا وپيژنو:-

روغتيا يا Health:-

په هر وخت او زمان کي، حياتي ښه والي ته  روغتيا وايي يا به بل عبارت  د طب په ډگرکي روغتيا د يوه ژوندي  موجود هغه وړتيا بلل کېږي کوم چي په ښه توگه د خپل چاپېريال ننگونو ته جواب ووايي او په ښه توگه يوتوازني حالت برقراره وساتي.

د روغتيا د نړيوال سازمان لخوا يو بل منل شوی تعريف چي  وايي”روغتيا يواځي  روغوالي يا سموالي  ته نه وايي بلکي روغتيا بشپړ فيزيکي، عقلي، او ټولنيز ښه والي ته هم وايي . په دې وروستيو کلونوکي بيا هم د روغتيا نړۍ وال سازمان يا WHO  د روغتيا لپاره يو بل ډير لنډ تعريف کړی چي وايي روغتيا انسان ته “گټور ټولنيز او وټنيز ژوند” ورپه برخه کوي. اوس راځو دې ته چي که موږ وغواړو روغ او سالم صحت ولرو نو په ورځني ډول بايد څه وکړو.

زموږ په ټولنه کي ډير داسي خلک سته چي د ژوند د هري شيبې څخه پوره خوند اخلي او د خپل ژوند په هره برخه کي بريالي وي .خو ډير خلک بيا داسي هم سته چي د خپل ژوند څخه راضي نه وي ، هميشه په انديښنو او خفګان کي خپل ورځنی ژوند تيروي. عمده لامل يې دا دی ، هغه خلک چي خوشحاله وي حتماً به روغ صحت لري او هغه چي په انديښنوکي وي واضح خبره ده چي ناروغ به وي. اوس نو که غواړی چي ژوند مو خوشحاله وي او د بيلابيلو ناروغيو څخه مو ځان ژغورلی وي نو سر له اوسه لا د روغتيايي ژوند اصولو ته پاملرنه وکړی.

د ورځني ژوندپه اړه نوې طبي څيړنه:-
په يوه نوې طبي څېړنه کي چي په انګلستان کي ترسره سوې  راغلي چي كه يو څوك هره ورځ ورزش وكړي، له سيګريټوځان وساتي، صحي اوپاک خواړه وخوري او د چاغوالي مخه ونيسي، نو خوشحاله او د ناروغيو خلاص ژوند به ولري.

كه چېري پورتنيوڅلورو اصلونو ته پام وشي نو دا څېړنه ښيي چي د سرطان خطر به څلورڅلوېښت فيصده او د زړه د ناروغۍ خطربه دوه اويا فيصده كم سي.په څيړنه کي ويل سوي چي دا خواسانه ده چي سره کړې غوښه تر وسه وسه كمه وخورو او پرځاى يې حبوبات په خپل دسترخوان كي زيات كړو.دغه راز كه نور ورز ش ته وخت نلرو نو دا خو هر چاته ممكنه ده چي دكار او دفتر تر ځايه او يا تر دوكانونو پوري په پښو ولاړ سو خو متاسفانه چي زموږ په ټولنه کي خلک اوس د پښو د تګ پرځای موټرسائيکل او موټر ډير خوښوي همدا علت دی چي چاغوالی او د هضمي سيسټم زياتي ناروغۍ زموږ په ټولنه کي موجودي دي.

سپارښتنه:-

عموماً په طبابت کي سپارښتنه کيږي چي غذايي رژیم  مراعت کړی ، ډیر ورزش وکړی او سیګریټ هم مه څکوی ، او هره ورځ پر یوه ځانګړي و خت استراحت وکړی چي په طبابت کي په ۲۴ ساعتوکي ۷ ساعته خوب حتمي بلل سوی دی.

دا په دې مانا چي که سم خواړه وخوړل سي ، ورزش وسي ، د مخدره توکو څخه ډډه وسي ، مناسب خوب وسي نو موږ به خپل اعصاب ارام کړي وي او که اعصاب ارام وي نو ټول بدن به ارام وي ،او کله چي بدن ارام سي نو د ژونده خوند اخيستلای سو.

باید ډير دقت وسي چي که کوم شی ستاسو په ژوندکي سټرس يا خفګان پیداکوي ،هغه له خپل ژونده لیري کړی او دسټرس يا خفګان دپیداکیدو نورعوامل هم له منځه یوسی او بلااخره هغه کارونه تر سره کړی چي تاسو يې په خپلو زړونوکي لری ،  پدې وخت کي به مو برياليتوب په برخه وي.

x

دا هم وګورئ

د شاتو مهمي ګټي

لیکنه: ایمل مړوند پوستکی ښایسته کوي روغتیا پالان وايي، د شاتو خوړلو عادت جوړول، د ...