روزګان والي: ډېر ژر به د روغتيايي مرکزونو د تړلو ستونزي ته حل لاره ومومي

خبريال: اجمل وصال

د اروزګان والي وايي، هغه روغتيايي کارکوونکي به عدلي او قضايي ارګانونو ته ور وپېژندل سي، چي څه موده مخکي يې د طالبانو په لارښوونه په مرکز ترينکوټ او ولسواليو کي روغتيايي مرکزونه وتړل او کاري اعتصاب يې وکړ.

د اروزګان والي، په داسي حال کي د روغتيايي کارکوونکو عدلي او قضايي ارګانونو ته د معرفي کېدو خبره کوي، چي لاهم لسګونه روغتيايي مرکزونه د تېرو دوو اونيو راهيسي تړلي پاته دي. والي وايي، د قانون له مخي به د ټولو روغتيايي کارکوونکو سره چلند کيږي.

محمد نذير خروټی وايي، په دغه ولايت کي د روغتيايي مرکزونو د تړلو ستونزه يې تر ولسمشره، د عامي روغتيا تر وزيره او په اروزګان کي د روغتيايي خدماتو د وړاندي کوونکي انجو د عمومي مشر سره هم شريکه کړې ده او هغوی ژمنه ورکړې ده، چي ډېر ژر به ورته د حل لاره پيدا کړي.

په اروزګان ولايت کي د طالبانو لخوا د ۵۸ روغتيايي مرکزونو د تړل کېدو څخه شاوخوا دوې اوونۍ تېريږي، چي په دې موده کي يوازي ولايتي روغتون دوې ورځي عامو اوسېدونکو ته د روغتيايي خدماتو د وړاندي کولو په موخه فعاليت کوي، پاتي نورټول تړلي وي.

x

دا هم وګورئ

تېره میاشت په کندهار کي د شري ناروغۍ ۱۹۰ ناروغان بستر سوي دي

رپوټ: مهتمم صالح په کندهار کي د سينه بغل او نورو ناروغيو تر څنګ کوچنيان ...