د ۲۰۹ شاهین قول اردو چارواکي وایي، چي په بلخ ولایت کي د نوروز د جشن لپاره لومړۍ درجه امنیتي احضارات نیول سوي دي

ټاکل سوې چي دغه مراسم په بلخ کي بل سبا د پنجشنبې په ورځ چي د نوي ۱۳۹۸ کال لومړۍ ورځ یا نوروز دی، پیل سي.

د دې قول اردو ویاند محمد حنیف رضایي د دغو تدابیرو په وویل:

“د ۲۰۹ شاهین قول اردو ټول منسوبین د خلکو د ښه امنیت لپاره ګومارل سوي دي، خلکو ته ډاډ ورکوو چي هېڅ چا ته به اجازه ورنه کړو چي نوروز او ګل سرخ میله ګډه وډه کړي.”

د نوي کال لپاره په بلخ کي دغه امنیتي تدابیر داسي مهال نیول کېږي چي په دې وروستیو کي د بلخ د نوي امنیې قوماندان د ټاکل کېدو پر سر دا ولایت د بلخ د پخواني امنیې قوماندان اکرم سامع ته د وفادارو ځواکونو او د عبدالرقیب مبارز په مشرۍ د ۸۸۸ قطعې د ځواکونو ترمنځ د نښتو شاهد و.

له دغو نښتو وروسته د مزارشریف د امنیتي چارو مسؤلیت افغان ملي اردو ځواکونو ته سپارل سوی دی.

x

دا هم وګورئ

تېره میاشت په کندهار کي د شري ناروغۍ ۱۹۰ ناروغان بستر سوي دي

رپوټ: مهتمم صالح په کندهار کي د سينه بغل او نورو ناروغيو تر څنګ کوچنيان ...