د افغانستان دفاع وزارت تأیید کړه چي د بادغیس پر بالامرغاب ولسوالۍ د وسله والو طالبانو په حمله کي ۵۸ سرحدي سرتېري طالبانو یرغمل کړي دي.
د دې وزارت ویاند قیس منګل په یوه ویډیویي پیغام کي چي د دې وزارت په ټوېټرپاڼه کي یې ایښي، ویلي چي د دغو سرتېرو د خوشي کولو لپاره هڅې رواني دي.
ده وویل:
“د بادغیس پر بالامرغاب ولسوالۍ د دښمن د پراخو حملو په نتیجه کي پر دې سربېره چي افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو دښمن ته ډېر تلفات رسولي، په خواشینۍ سره چيدښمن ۵۸ سرحدي سرتېري یرغمل کړي دي.”
وسله والو طالبانو درې ورځې مخکي د دې ولسوالۍ پر څو امنیتي پوستو بریدونه وکړل.
د ښاغلي منګل په وینا، شااوخوا ۶۰ سرحدي سرتېري او یو شمېر نور ملکي وګړي چي د طالبانو د حملو وروسته ترکمنستان ته تښتېدلي وو، د تورغندۍ د بندر له لارې بېرته افغانستان ته راستانه سول.
هيواد راډيو تلوېزيون هيواد راډيو تلوېزيون