د ۲۰۵ اتل قول اردو مسئولینو د شورویانو د وتلو ۳۱مه کالیزه ولمانځل

د فېبروري ۱۵مه له افغانستانه د پخواني شوروي ځواکونو د وتلو ۳۱ مه کلیزه ده، چي په افغانستان کي لمانځل کیږي.
دغه ورځ په شنبه د کندهار په ۲۰۵ اتل قول اردو کي د دغه قول اردو د منسوبینو او قومي مشرانو له خوا ولمانځل سوه.

د ۲۰۵ اتل قول اردو قوماندان برید جنرال میر اسدالله کوهستانی وویل، پخواني شوروي اتحاد افغانستان ړنګ کړ، خو نړیواله ټولنه له تیرو اتلسو کلونو راهیسي د افغانانو سره په هره برخه کي مرستي کوي.

هغه وايي، شوروي ځواکونو پر افغانستان یرغل کړی وو، خو نړیواله ټولنه له افغانانو سره له کلونو راهیسي په هره برخه کي مرستي کوي.

دغه راز په غونډه کي د کندهار مرستیال والي عبدالحنان منیب وویل، شوروي ځواکونو لسګونه زره افغانان ووژل، او هیواد ئې وران کړ خو افغانانو خپل همت له لاسه ورنه کړ.

هغه وايي، دا ورځ ځکه لمانځي چي د خپلو شهیدانو هغه یاد تازه کړي چي د هیواد له پاره ئې قربانۍ ورکړي دي.

په دې غونډه کي قومي مشرانو او جهادي قوماندانانو وویل، افغانانو شوروي ته ماتي ورکړل خو له هغه وروسته په اتفاق نه سول او کورنۍ جګړې دوام وکړ.

دوی وايي، افغانانو پخوانی شوروي اتحاد چي د ډیرو نورو هیوادونو د اشغال تکل ئې لاره مات کړ.

دوی غوښتنه کوي چي نور باید افغانان سره یو موټي سي او پرې نږدي چي دښمن ئې په منځ کي بې اتفاقي خپره کړي.

د پخواني شوروي د ځواکونو وروستۍ پوځي ډلګۍ د ۱۹۸۹م د فېبروري پر ۱۵مه له افغانستان ووتل چي له هغه وروسته په هیواد کي کورنیو جګړو زور واخیستی.

x

دا هم وګورئ

تېره میاشت په کندهار کي د شري ناروغۍ ۱۹۰ ناروغان بستر سوي دي

رپوټ: مهتمم صالح په کندهار کي د سينه بغل او نورو ناروغيو تر څنګ کوچنيان ...