خبريال: سيد حميد (هاشمي).
د کندهار والي وايي، هغه زورواکي او غاصبين به له واکه لېري کړي، چي د خلکو حقونه تر پښو لاندي کوي.
پر همدې مهال د ولسواليو لسګونو اوسېدونکو له ولايتي چارواکو څخه د دوی سيمو ته د پاملرني غوښتنه وکړه. دوی وايي، په سيمو کي يې د پوهني، عامي روغتيا او بيا رغوني کارونه ټکني دي او دوی ته بايد کار وسي.
د کندهار د دولسو ولسواليو لسګونو اوسېدونکو د يوې غوڼدي پر مهال له کندهار والي څخه د خپلو ستونزو د هوارۍ غوښتنه وکړه. ددوی په خبره په ولسواليو کي يې د پوهني، عامي روغتيا، بيارغوني او زراعت په برخو کي زياتي ستونزي موجودي دي، خو حکومت ورته هيڅ پاملرنه نه ده کړې.
دوی دغه راز په ولسواليو کي د امنيتي ځواکونو لخوا پر ملکي کورونو د چاپو وهولو څخه هم شکايت کوي او غوښتنه يې کول، چي د عامو خلکو پر کورونو دي شپني عمليات نه کيږي.
پر همدې مهال د کندهار والي تورنجنرال زلمي ويسا وويل، چي هغه زورواکي او غاصبين چي په ولسواليو کي د خلکو حقونه تر پښو لاندي کوي، له واکه به يې لېري کړي. هغه وويل، چي ولايتي اداره ژمنه ده، چي د خلکو ستونزي هواري کړي، خو په هغه اندازه چي دوی امکانات په لاس کي ولري.
هغه له خلکو وغوښتل، چي د حکومت سره د ستونزو په حل کي همکاري وکړي، د حکومت پر ضد مخالفين په خپلو سيمو کي پرېنږدي. دغه راز په دغه غونډه کي د کندهار د عامي روغتيا، کرني او مالدارۍ، کليو او پراختيا او اقتصاد رياست مسوولين هم راغوښتل سوي وه او خلکو ته يې د خپلو کارونو او پلانونو په اړه معلومات ورکړل.