د کندهار ښار په دریو ناحیو کي د ولسي تړون پرمختیايي پروګرام پیل سو

راپور: سید حمید هاشمي

کندهار ښاروال وايي، ددغه پرګرام له لاري تول ۳۴ میلوینه ډالر د خلکو په خوښه پر اساسي پروژو مصرفیږي.

د کندهار ښاروالۍ تیره ورځ د ښار په شپږمه اتمه او دولسمه ناحیه کي د ولسي تړون په نوم لوی پروګرام پیل کړ.

کندهار ښاروال انجنیر روښان ولسمل وايي، چي د ولسي تړون پروګرام به د ښار په ټولو ناحیو کي د خلکو په غوښتنه د بیارغوني کارونه ترسره کړي.

هغه وویل، ددغه پروګرام له لاري به ټول ۳۴ میلوینه ډالره د ښار په ناحیو کي پر اساسي او بیارغنیرو پروژو مصرف سي.

خو کندهار والي تورن جنرال زلمي ویسا وویل، چي مخکي به پرمختیايي پروژو کي د خلکو حقونه خوړل کیدل او د هغوی اړتیاوي به نه پوره کیدی، ولي اوس به د ولسي تړون پروګرام خپله د خلکو لخوا پر مخ وړل کیږي.

هغه وویل د ولسي تړون چاري به خپله ولایتي اداره څاري تر څو د فساد مخه پکښي نیول سوي وي.

وروسته د کندهار ولسي سپین ږیرو ددغه پروګرام  د پیل هرکلی وکړ او ښاروالۍ ته يې د هر ډول همکارۍ ډاډ ورکړی.

ولسي تړون پروګرام په ۲۰۱۶ میلادي کال کي د هیواد په یو شمیر ولایتونو کي پیل سو، چي د مسٔولینو په خبره دا پروګرام به تر راتلونکو لسو کلنو پوري، د بیا رغوني، اقتصادي پیاوړتیا او د فقر د له منځه وړلو په برخه کي خدمات وړاندي کړي.

x

دا هم وګورئ

تېره میاشت په کندهار کي د شري ناروغۍ ۱۹۰ ناروغان بستر سوي دي

رپوټ: مهتمم صالح په کندهار کي د سينه بغل او نورو ناروغيو تر څنګ کوچنيان ...