د کندهار په پنجوايي کي د ګڼ شمېر ښځو له خوا د مارچ اتمه د ښځو نړیواله ورځ ولمانځل سوه.
په دې اړه د پنجوايي ولسوالي په مرکز کي غونډه جوړه سوې وه، چي یو شمېر دیني عالمانو او قومي مشرانو هم پکښي ګډون کړی وو.
په دې غونډه کي د ښځو چارو رئیسي رقيې اڅګزۍ او نورو ښځو وویل، ښځي د کلونو راهیسي په ستونزو کي پاته سوي، حقوق ئې تر پښو لاندي سوي او په خاصه توګه جګړو ئې هر څه پایمال کړي دي.
دوی وویل، ښځو ته چي خپل روا حقوق ورکړل سي په ټولنه کي به ډيري ستونزي له منځه ولاړي سي.
دغه راز دیني عالمانو او نورو ویناوالو وویل، اسلام ښځو ته ډیر حقوق ورکړي چي دا په نورو ټولنو کي نه دي ورکړل سوي نو له دې امله افغان ښځي بختوري وي.
دوی وویل، دغه راز په افغانستان کي هم ښځي ځانګړی وزارت لري چي د ښځو لپاره کار کوي.
په دې غونډه کي د پنجوايي ولسوال فضل محمد اسحق هم د یادي موضوع په اړه خبري وکړې او زیاته یې کړه چي د افغانانو په پرمختګ کي امنیتي ځواکونو مهم رول لوبولی او قربانۍ یې ورکړي دي.
هغه وايي، دا ډول غونډي پخوا یوازي تر مرکز پوري محدودي وې خو اوس په ولسوالیو کي جوړیږي.
په کندهار کي که څه هم د ښځو د حقونو لپاره بېلابیل پروګرامونه جوړ سوي خو لا هم په دې ولایت کي ډیری ښځي شکایت کوي چي د دوی لپاره بنسټیز کار نه دئ سوی.