د کندهار ولایتي شورا وايي، په دغه ولایت کي د سولي شورا هیڅ فعالیت نه کوي او نه يې مخالفین له سولي سره یو ځاي کړي

دوی وايي، په دغه اداره کي مصارف زیات خو لاسته راوړني يې کمي دي.

بلخوا دیني عالمان او قومي مشران وايي، د سولي شورا بنسټ په یوه طرف کي واقع  دي او باید بې طرفه کسان يې په راس کي وګمارل سي.

د کندهار ولایتي شورا ددې مطلب په څرګندولو سره وايي، چي په دغه ولایت کي د سولي شورا هیڅ ډول لاسته راوړنه نه لري او باید دا مصارف په یوه بله برخه کي په کار واچول سي.

دوی وايي، په تیرو اتو میاشتو کي په کندهار کي خپله د سولي شورا هیڅ فعالت نه لري او کم کسان چي د سولي شورا سره یوځای سوي هغه یا امنیه قوماندان را وستي او یا هم د قومي مشرانو په مرسته راغلي.

د کندهار قومي مشران او دیني علیمان بیا سولي شورا مرکزي دفتر بې بنیاده بولي.

دوي وايي، په دغه شورا کي باید بې طرفه کسان په راس کي وای خو په خبره يې اوسني مشران يې د یوه طرف کسان دي او باید په دغه بنسټ کي پراخ اصلاحات راسي.

خو د کندهار د سولي شورا ولایتي رئیس شیراحمد حقیار وايي، د اړیکو له پلوه پراخي اړیکي لري خو ددغه اداري امکانات کم دي او د حوزې په کچه دوی ورباندي فعالیت نه سي کولاي.

حقیار وايي، د دوی فعالیتونه سته خو ځيني کسان چي د سولي له پروسې سره یو ځای کيږي نه غواړي د رسنیو پر وړاندي را څرګند سي.

هغه زیاتوي، چي په سیمه کي د سلګونو قومي مشرانو او سپین ږیرو سره په تماس کي دي تر څو ددې لاري وسله وال سولي ته را وبولي.

تر دې وړاندي هم پر دغه اداره نیوکي وي چي د مصارفو په اندازه يې فعالیت نه دی کړی خو د سولي شورا مسؤلین وايي، په تیرو څو کلونو کي يې په لسکونه کسان له جنګ څخه را ګرځولي او پر کور يې کښینولي.

 

x

دا هم وګورئ

تېره میاشت په کندهار کي د شري ناروغۍ ۱۹۰ ناروغان بستر سوي دي

رپوټ: مهتمم صالح په کندهار کي د سينه بغل او نورو ناروغيو تر څنګ کوچنيان ...