د کندهار ولایتي شورا وايي، مرکزي ادارې د کندهار له پاره اساسي کار نه دئ کړی

رپوټ: هوا احساس

د کندهار  ولایتي شورا رئيس سیدجان خاکرېزوال وايي، مرکزي ادارې د دغه ولایت له پاره اساسي کار نه دئ کړی.

خاکرېزوال نن له رسنیو سره په خبرو کي وویل، چي ولسمشر غني کندهار ته د راتګ پر مهال یو ځل بیا خلګو ته زیاتي وعدې ورکړې، په داسي حال کي چي په دغه ولایت کي هغه کارونه نه دي سوي چي د تیرو ولسمشریزو ټاکنو پر مهال ورسره ژمني سوي وې.

د ولایتي شورا نوبتي غونډي ته د کندهار د پوهني رئيس عبدالقادر پيوستون هم ور غوښتل سوی وو، تر څو د پوهني په برخه کي موجوده ستونزي حل کړي.

د ولایتي شورا رئیس وايي، د پوهني د ستونزو د تشخیص له پاره یې پریکړه کړې، چي د ولایتي ادارې سره په ګډه به د پوهني له بهیر څخه څارنه کوي، تر څو ستونزي پیدا کړي او د حل له پاره یې لاس په کار سي.

کندهار ته د ولسمشر د راتګ پر مهال له ولایتي ادارې غوښتي وه، چي د پوهني له پاره وړ کس ورته معرفي کړي.

د ولایتي شورا مسئولین وايي، د پوهني په برخه کي د تشخیص له پاره یې هلي ځلي پیل کړي دي.

x

دا هم وګورئ

تېره میاشت په کندهار کي د شري ناروغۍ ۱۹۰ ناروغان بستر سوي دي

رپوټ: مهتمم صالح په کندهار کي د سينه بغل او نورو ناروغيو تر څنګ کوچنيان ...