بسم الله افغانمل وايي، د ملي وحدت حکومت مشران سولي ته ژمن نه دي

رپوټ: محمد یار مجروح
 د کندهار یو شمېر اوسېدونکو یو ځل بیا  د یوه خبري کنفرانس پر مهال د ولسمشر غني ولایتونو ته وروستي سفرونه کمپاین وبلل او همدارنګه يې د ملي وحدت حکومت مشران د سولي په روانو خبرو کي په خنډ جوړولو تورن کړه.

دیاد کنفرانس پر مهال د زابل پخواني والي بسم الله افغانمل ولایتونو ته د ولسمشر غني وروستي سفرونه کمپاین وباله او زیاته يې کړه، چي په دې اساسو ورځو کي باید ملي مسایلو ته پام وسي.

ده په خپلو خبرو کي دا هم وویل، چي ولسمشر غني دسولي په پروسه کي خنډونه جوړوي او نه غواړي چي د سولي رواني خبري بریالۍ سي.

د کنفرانس پر مهال یو شمېرو قومي مشرانو او دیني عالمانو هم د ولسمشر غني ولایتونو ته پر ورستیو سفرونو نیوکي وکړې او زیاته يې کړه کندهار ته يې د راتګ پر مهال سوداګرو ته زیات مالي زیانونه اوښتي دي.

دوی دا هم وویل چي ولسمشر غني دي ولایتونو د سفرونو پر ځای د سولي هڅو ته پام وکړي.

ولسمشریزو ټاکنو ته څلور میاشتي پاته دي او ولسمشر قانوني دوره هم پای ته رسېدلي ده، خو د خلګو نیوکه داده چي ولسمشر غني دي ولایتونو ته د سفرونو پر ځای د سولي روانو خبرو او نورو مهمو ملي مسایلو ته پام وکړي.

د خلګو په خبره د ملي وحدت مشرانو تر اوسه لا هغه ژمني نه دي پوره کړي چي د تیرو ټاکنیزو کمپاینونو په وخت کي يې له دوی سره کړي وې.

x

دا هم وګورئ

تېره میاشت په کندهار کي د شري ناروغۍ ۱۹۰ ناروغان بستر سوي دي

رپوټ: مهتمم صالح په کندهار کي د سينه بغل او نورو ناروغيو تر څنګ کوچنيان ...